لوبېلوبې خبرونه

ای‌ پي‌ ايل؛ د ډهوني مینه وال به ده ته تر ۷۵ کلنۍ هم د تقاعد اجازه ورنه کړي

د کرکټ مشهور مبصر هرشا بهوګل وايي” ډهوني د اتل په څېر دی. نیم لوبغالی د هغه له مینه والو ډک وي. مینه وال به یې ده ته تر ۷۵ کلنۍ هم اجازه ورنه کړي چې تقاعد شي.‌”

د هند د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر او ای پي ایل کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې اوسنی کپتان مهیندر سینګ ډهوني د کرکټ په نړۍ کې يو لوی نوم دی.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ممبيي لوبډلې، لکنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

چینای سوپر کینګز د روان ای پي ایل په نيمه پای لوبه کې د تېر کال اتل ګجرات ټایټنز ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه او ځان یې پایلوبې ته ورساوه.

چینای سوپر کینګز د ای پي ایل په تاریخ کې ۱۲ ځلې وروستي پړاو ته لار موندلې او سږ کال یې د لسم ځل لپاره پایلوبه لوبوي.

دا دواړه د خپل ډول ریکارډونه دي

چینای سوپرکینګز څلور ځلې د ای پي ایل اتلولي ګټلې او ممبيي انډینز پنځه ځلې دا ټورنمنټ ګټلی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د چینای سوپر کینګز لوبډلمشر مهیندر سینګ ډهوني به د پنځم ځل لپاره دا اتلولي وګټي او له همدې ویاړ سره به له ای پي ایل رخصت واخلي؟

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې چينای لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

او ایا د چینای ښار اوسېدونکي به بیا هغه دلته د لوبې پرمهال وویني، که څنګه؟

سږ کال چې ډهوني هر ځای لوبه کوله، د مینه والو جوپې به پرې رامتې وې او لوبغالی به د ده د لوبډلې زېربخنه جامو په سر اخیستی و.

د کرکټ مبصرین تل دا پوښتنه کوي چې ایا دا د ډهوني وروستی ای پي ایل دی چې خلکو دومره ګڼه ګوڼه جوړه کړې؟

هرشا بهوګلي تېره شپه نیغ په نیغه خپله له ډهوني همدا پوښتنه وکړه او نوموړي په خپل اندازه کې ورته ځواب ورکړ.

هرشا بهوګلي: ایا د چینای مینه وال به تاسې بیا دلته وویني چې لوبه کوئ؟

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

ډهوني: تاسو هڅه کوئ پوښتنه وکړئ، چې ایا زه به دلته بیا لوبه کوم که نه؟

هرشا: ایا ته دلته راځې او بیا لوبې کوې؟

د دې سختې او مهمې پوښتنې په ځواب کې ډهوني وويل

ډهوني په خندا : “زه نه پوهېږم، زه اته یا نهه میاشتې وخت لرم چې پرېکړه وکړم، نو اوس ځان ته سرخوږی ولې جوړ کړم. د پرېکړې کولو لپاره ډېر وخت لرم.  نه پوهېږم، چې زه به له دې ټیم سره د یوه لوبغاړي په توګه پاتې شم که کوم بل مسوولیت به اخلم، خو دا مالومه ده چې له چینايي‌ سوپر کینګز سره پاتې کېږم.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button