ا.امارت: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې ونه کارول شي

ځړول شوی:مې 18, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

کابل په افغانستان کې د احتمالي بې ثباتۍ په هکله د ټولیز امنیت تړون سازمان د اندېښنې په غبرګون کې وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد به کار ونه کارول شي. اسلامي امارت ویاند یوځل بیا په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت په هکله رپوټونه رد وي او ډاډ ورکوي چې په هېواد کې امنیت تامین دی.

 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت په دې هکله ډېر جدي دی چې خپل امنیت او د نورو پر ضد د خپلې خاورې نه کارولو مسله نوره هم ډاډه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټولیز امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو په مسکو کې په یوې غونډه کې د افغانستان د امنیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د وسله والو ډلو فعالیت یې د دغه سازمان امنیت ته یې ګواښ ګڼلی دی.

د روسیې، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان په ګډون د ټولیز امنیت د تړون سازمان غړو هېوادونو په مسکو کې په یوې غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي. د ټولیز امنیت د تړون سازمان په اعلامیه کې چې د مسکو له لوري خپره شوې ده، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي ټينګار شوی دی.

نور یی ولوله | افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ خلکو د کورونا خطرونه هېر کړي

د ټولیز امنیت د سازمان اعلامیه کې راغلي دي:«موږ له نړۍوالې ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو او وسلو د قاچاق پر مخنیوي او دغه راز د ناقانونه کډوالۍ پر مخنیوي تمرکز کوو. موږ د افغانستان پرمختګ ته اهمیت ورکوو. بې ثباتي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت د دغه تړون د غړو هېوادونو د امنیت او ټيکاو لپاره ګواښ دی.» دغه تړون له افغانستان سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ګډو پولو د امنیت پر ټینګښت هم ټینګار کړی دی.

  

د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«حکومت باید د امنیت د تامین لپاره د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته داډ ورکړي او له دې اړخه خپلې اندېښنې رفع کړي له هغې پرته به ښه پایله ونه لري.»

د پوهنتون استاد سلیم کاکړ هم وویل:«که چېرې عملي کړنلارې هم ترسره کړي نړۍ باور نه کوي. نړۍ له اسلامي امارت سره د تعامل ارزښت لري او غواړي چې اسلامي مارت د هغو نورمونو له خوندینې سره چې په نړۍ کې دود دي، د نننۍ نړۍ کلي ته دننه کړي.» دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې، تر دې وړاندې مسکو ویلي دي چې، ترهګر هڅه کوي د افغانستان له لارې ځانونه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.