نړیوال خبرونه

بایډن جي۲۰غونډه کې د چین ولسمشر پر نه ګډون کولو خواشيني ښوده

د چین ولسمشر (شي جین‌پینګ) د جی۲۰ هېوادونو سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي د خپل چیني سیال ‘شي‌ جېن‌پېنګ’ پر دې پلان خواشینی دی چې هند کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو یا ‘جي۲۰’ په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون نه کوي.‌

رویټرز خبري اژانس ویلي، تمه ده چې په دې سرمشریزه کې د بېجېنګ استازولي لومړی وزیر ‘لي‌ چیانګ’ وکړي.

ښاغلي بایډن رسینو ته ویلي “خواشینی یم… خو ورسره وبه ګورم.”

نور ولولئ: چین کې هغو نجونو ته چې له ۲۵ کالو کم عمر کې واده کوي، جایزې ورکوي

رپوټونو کې ویل شوي‌ چې د جي‌۲۰ سرمشریزه به راتلونکې اونۍ (د سپتبمر پر ۹مه او ۱۰مه) نوي ‌ډیلي ترسره شي.‌

د چین او امریکا ولسمشرانو وروستی ځل تېره کال په اندونیزیا کې د دې سرمشریزې پر مهال کتلي وو.

د چین ولسمشر د ګډون ژمنه کړې وه

ښاغلي شي مخکې ویلي و چې په نوي ډیلي کې دې مهمې کلنۍ غونډې ته ورځي، خو د چین بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه خپله ورځنۍ خبري غونډه کې د نوموړي سفر تایید نه کړ.

له دې سره هممهاله رپوټونو کې دې غونډې ته پر چمتووالي د بوختو سرچینو په حواله ویل شوي، چې د چین ولسمشر سږ کال په دې سرمشریزه کې د ګډون پلان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د چین او هند ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې لا نورې ترینګلې شوې دي.‌

دغه هېوادونه پر نورو مسایلو سربېره همالیا سیمه کې د لانجمنې پولې پر سر هم له یو بل سره تقابل کې دي.

چین تېره اوونۍ یوه نقشه خپره کړه چې د هند اروناچال پردېش ایالت او اکسای چین تراړه یې پکې د خپلې خاورې برخه انځور کړې وه.‌

دغه ګام ته د نوي ډیلي جدي‌ غبرګون

د چین او هند د سرحدي‌ ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت پر لانجمنه پوله نښتې هم کېږي‌

د امریکا او چین ولسمشر راتلونکی نومبر سن‌فرانسیسکو کې د اسیا پاسېفیک د اقتصادي‌ همکاریو د مشرانو غونډه کې هم د لیدو فرصت لري.

د یادونې ده چې د تېر کال اوږدو کې د چین او امریکا اړیکې هم له ستونزو سره مخامخ وې.‌

نور ولولئ:  پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

د دی لوی لامل دا و چې واشنګټن د اندونیزیا بالي‌ ټاپو کې د ښاغلي بایډن او ښاغلي شي تر کتنې شاوخوا دوه میاشتې وروسته وویل چې خپله فضا کې یې د چین یو څارونکی بالون نسکور کړی دی.‌

ټاکل شوې د نړۍ شپږ نور مخ پر ودې هېوادونه ارجنټاین،‌ مصر، ایران،‌اېتیوپیا، سعودي‌ عرب او متحد عربي امارات هم راتلونکې جنورۍ کې له دغه سازمان سره یو ځای شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button