نړیوال خبرونه

بشري مرستې دې پر بنسټیزو پروژو ولګول شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وایي ځینې کسان هڅه کوي چې په لوی لاس افغانستان بېوزلۍ، نا امنۍ او ناخوالو ته بوځي

د اسلامي امارت کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین محمد حقبین له افغان کوریا انسټېټیوټ څخه د۴۰۰ تنو د فراغت په مراسمو کې وویل چې نړیوال باید داسې پروژې عملي کړي چې په راتلونکي کې هم افغان کادرونه په کې روزل شوي وي او هم کاري زمینې رامنځته کړي.

ښاغلي حقبین زياته کړه: “له ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو او بشري ټولنو څخه غواړو چې باید افغانستان ته ډېره پاملرنه وکړي، داسې پروژې باید عملي شي چې خلک په کې کسب زده کړي او مسلکي جوړ شي، په یوه پیپ غوړیو او یوه بوجۍ اوړو د چا چاره نه کېږي او تمه کوونکي عادت کېږي.”

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وایي ځینې کسان هڅه کوي چې په لوی لاس افغانستان بېوزلۍ، نا امنۍ او ناخوالو ته بوځي.

نور ولولئ: نړیوال بانک په کندهار کې دوې پروژې پیلوي

په همدې حال کې د افغان کوریا له حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ زده کوونکي د حرفو او مسلک په زده کړه خوښ دي، خو له اسلامي امارت څخه د کاري زمینو چمتو کولو غوښتنه کوي.

د افغان کوریا د برق له څانګې فارغ عبدالخبیر سره له دې چې د مسلکي او حرفوي زده کړو د مرکزونو د پیاوړتیا غوښتنه کوي. نوموړي زياته کړه : “په برق کې مو صنعتي برخه ویلې او هر ډول ماشین او د فابریکو برېښنایي برخو کې کار کولای شو، برېښنایي نقشې مو ویلې هر ډول نقشې کارولای شو او د برق په هره برخه کې کار کولای شو، له اسلامي امارت څخه غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.”

د دغه انسټېټیوت له کمپیوټر څانګې فارغ سېلمان سرخرودی وایي، غواړي له خپل زده کړي مسلک او خپلو وړتیاوو څخه د هېواد او خپل ولس لپاره کار واخلي: “کمپیوټر کې مو مایکروسافټ پروګرامونه، فتوشاپ، کورل ډرا، ګرافیکي برخې او پروګرامینګ ویلي، له حکومت څخه غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو زموږ زده کړې بې ګټې نه شي او په خپل وطن کې خپلو خلکو ته خدمت وکړو.”

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو هم وویل چې اسلامي امارت په کور دننه لویې پروژې عملي کړې او لاهم هڅه کوي چې نورې پروژې هم پلې کړي چې ګڼو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شي. د دې چارواکو په وينا له یو شمېر هېوادونو سره دا خبرې روانې دي چې له هېواده بهر ګڼو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button