ژوند او ټولنه

تاجکستان؛ طالبان دروغ وايي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کوو

تاجکستاني چارواکي وايي، د نشه‌یي توکو سره د طالبانو مبارزه تش یو شعار دی

د تاجکستان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وايي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له پرله پسې څرګندونو سره، سره حقیقت بل ‌‌‌‌‌‌ډول ‌دی.

حبیب الله وحیدزاده ویلي،شمېرې ښیي چې له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق ډېر شوی.

نور ولولئ: یوه نوې څېړنه ښيي چې اسپانیا کې زرګونه کلونه وړاندې خلکو مخدره توکي کارول

نوموړي په پلازمینه دوشنب کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ژمنو باور نه لري.

د تاجکستان دغه چارواکي څرګنده کړې، چې طالبانو ژمنه کړې وه هغه کسان به مجازات کړي چې نشه يي توکي تولیدوي او کاروبار يې کوي، ((خو په حقیقت کې موږ داسې څه نه احساسوو)).

د طالبانو له واکمنۍ سره د نشه‌يي توکو کاروبار زیاتېدل

د ښاغلي وحیدزاده له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې ، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته د ۴ ټنه او ۸۳ کیلو نشه يي توکي او په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۵ ټنه نشه يي توکي په تاجکستان کې نیول شوي دي.

حبیب الله وحیدزاده وویل، ډېری نشه يي توکي له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې کشف شوي دي.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه.

نور ولولئ: د ویپ سګرېټو په مرسته د سګرېټو عمل پرېښودل

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کي اعلان وکړ، چي افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړي دي.

افغانستان د کرسټال تولیدونکی هېواد

په راپور کې راغلي، چې افغانستان په سیمه کې د کرسټال یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، سږکال د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۸ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۲ کال کې به د نړۍ د کوکنارو تولید ۷۸۰۰ ټنو ته ورسیږي.

داسې هم ویل کېږي چې د طالبانو اکثره لوړ پوړي چارواکي په خپله د نشه‌يي توکو لوی لوی کاروباریان او قاچاقبران پاتې شوي دي. د کارپوهانو په نظر چې کله په دومره لویه کچه چارواکي قاچاقبران وي نو نه شي کېدای چې همدا خلک د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او یا یې مخنیوی وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button