ژوند

د ویپ سګرېټو په مرسته د سګرېټو عمل پرېښودل

وېپ یا برېښنايي سګرېټ میلیونونه کسانو سره مرسته کړې چې سکرېټ څکول پرېږدي

وېپ د تنباکو پرتله په لږه اندازه زیانمنوونکی ګڼل کېږي.

د انګلنډ حکومت د سګرېټ د عادت پرېښودو لپاره د وېپ سګرېټو څکول د وسیلې په توګه تائید کړي دي.

خو که په بل قدم کې پرېکړه وکړئ چې وېپ عادت هم پرېږدئ نو باید څه وکړئ؟

وېپ سګرېټ مو ولې ژر روږدي کوي؟

اصلي لامل چې وېپ سکریټ مو روږدي کوي د نیکوتین موجودیت دی.

دا هغه ماده ده چې خلک په سګرېټ څکولو روږدي کوي. پیل کې داسې انګېرل کېده چې دا ماده زیان رسوونکي نه ده خو وروسته مالومه شوه چې یوه قوي روږدي کوونکي ماده ده.

نور ولولئ: یوه نوې څېړنه ښيي چې اسپانیا کې زرګونه کلونه وړاندې خلکو مخدره توکي کارول

له همدې امله هغو کسانو ته چې د څکولو هېڅ ډول عادت نه لري او روږدي نه دي سپارښتنه کېږي چې وېب سګرېټ و نه څکوي.

کله چې نیکوتین بدن ته ننوځي لنډمهالې خوشالي احساسوئ، کله یې چې څکول پرېږدئ لېوالتیا او اړتیا یې حس کوئ او دا حس د دری څلورو ورځو په موده کې چې وېپ مو نه وي څکولی نور هم ډېرېږي.

د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو اداره وایي د وېپ څکولو د عات پرېښودل لومړیو کې نورې نښې هم لري.

سړی بد خوبه کوي، زړه تنګی وي او په وړه خبره ژر غوسه کېږی.

د وېپ سګرېټو پرېښودل څومره وخت نیسي؟

د دې پوښتنې کره ځواب نشته او دا د هر چا لپاره توپیر کوي خو ځینې ټکي شته چې روږدي کسان یې باید په پام کې ونیسي.

شونې ده چې په بشپړ ډول او په یوه ځل عادت پرېښودل شي او د برېښنايي سګرېټو کارول بند کړئ خو د دېرو لپاره ښايي دا کار ستونزمن وي.

ډېر ولولئ: کورنیو چارو وزارت: د نشه یي توکو دوې کارخونې مو له منځه وړې

د سګرېټو د عادت پرېښودو د مرکز کارپوهانو وړاندیز دا دی چې غوره ده د سګرېټ څکولو د عادت پرېښودل په تدریجي ډول او ګام په ګام وي.

یوه سپارښتنه هغو کسانو ته چې برېښنايي سګرېټ څکوي دا ده چې، په درې څلور اوونیو کې برېښنايي سګرېټو کې موجود د نیکوتین مادې کارول ورو ورو کم کړي تر هغې چې بلاخره صفر ته ورسېږي.

دا کار د یو ځل کارېدونکو برېښنايي سګرېټو په څکولو سره ګران دی ځکه چې په ډېره اندازه نیکوتین لري.

د سګرېټو د عادت پرېښودو د مرکز کارپوهان وایي، داسې برېښنايي سګرېټ هم شته چې نیکوتین نه لري ښه ده چې د عادت پرېښودو لپاره د نیکوتین لرونکو برېښنایي سګرېټو د څکولو تر څنګ هغه هم وڅکوئ تر هغې چې مو د نیکوتین لرونکو برېښنايي سګرېټو څکولو عادت کم شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button