کورني خبرونه

تادامیچي: طالبان باید د نجونو د زده‌کړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي

تادامیچي یماماتو وايي چې طالبان باید د نجونو د زده کړو او ټولشمولیت په اړه سم فکر وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټول شمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان یې هم باید په اړه په ریښتینې توګه فکر وکړي.

یماماتو له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان اوسني سیاسي وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل ډېر اړین دي ترڅو وکولای شي د افغانانو او نړیوالو ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې بهرنیان نشي کولای څوک قانع کړي بلکې طالبان باید پخپله پوه شي چې د نجونو زده کړې څومره مهمه مسئله ده.

له نورو اسلامي هېوادونو سره خبرې

هغه وايي، چې طالبان باید “د جاپان، اسلامي هیوادونو مالیزیا، سنګاپور، مصر، سعودي عربستان، ایران، ترکیې او ځینو نورو پرمختللو هیوادونو لکه چین، هند او داسې نورو سره مذاکرات وکړي” تر څو خپل ځان قانع کړي چې په حقیقت کې دا هیوادونه څه کوي. په وینا یې، دا د پرمختګ یواځنۍ لاره ده.

نور ولولئ: اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

نور ولولئ: ملګري ملتونه: مرستندویه فعالتونو ته طالبان خنډ دي

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

یماماتو په دې اړوند زیاتوي: “طالبان باید په دې پوه شي چې تاسو نشئ کولای هغه نجونې چې زده کړې کوي په دغه شان یې نسل له لاسه ورکړئ. دا کومه سیاسي مسله نه ده، دا د هیواد او خلکو د بقا مسله ده. واقعاً زه خواشینی یم چې ولې دوی دا کار کوي.”

yamamatho
تادامیچي یماماتو

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسنی دریځ او تګلاره کاملاً ځپونکي او د بشر حقونو ضد تګلاره دي. شنونکي وايي چې افغان ښځو ته هغه حقوق هم نه ورکوي چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي.

طالبانو سره له دې نړیوال او داخلي فشارونه ورباندې راوړل شوي او راوړل کېږي، خو تر اوسه یې افغان ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړي.

نړیوال وايي چې که طالبان د افغان مېرمنو په اړه اوسنی دریځ بدل نه کړي، کېدای شي دوی له نویو ستونزو سره مخامخ شي.

طالبانو بیا ویلي چې داد افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده.

دغه د افغان ملت غوښتنه هم ده چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځو دروازې خلاصې شي، خو طالبانو د ملت غوښتنې ته هم پام نه دی کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button