نړیوال خبرونه

جي-۷ هېوادونه په ملګرو ملتونو او موسساتو کې پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

د نړۍ اوو بډای هېوادونو یا جي اوه د سه شنبې په ورځ د اپريل مياشتې په ۱۸ مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او غیر حکومتي موسساتو پر ښخینه کارکوونکو د طالبانو د حکومت د لګیدلو بنديزونو د فوري لرې کېدو غوښتنه وکړه

د جي اوه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په جاپان کې له درې ورځو خبرو وروسته، په یوې بیانیه کې ویلي:”موږ په عاجله توګه د هغو نه منلو وړ پریکړو د بېرته بدلیدو غږ کوو چې په غیر حکومتي موسساتو او ملګرو ملتونو کې د افغان میرمنو د کار د مخنیوي په ګډون، بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.”

نور ولولئ: د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو په مشروط ډول د افغانستان سره مرستی ژمنه

طالبانو د ۲۰۲۱ ميلادي کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته او له اسلام څخه د خپل تعبیر له مخې، نه یوازې نجونې او میرمنې له لوړو زده کړو محرومې کړي بلکې پر افغان میرمنو یې پراخ محدودیتونه هم وضع کړي دي.

دوی تېر کال په ډسمبر میاشت کې په کورنیو او بهرنیو غیر حکومتي موسسو کې د میرمنو پر کار بندیز ولګاوه او د اپریل په څلورمه نیټه دا لړۍ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته هم وغځېده کوم چې نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر اچیم سټاینر  ويلي: که چیرې طالبان قانع نه شي چې ښځو ته په دې سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، ملګري ملتونه چمتو دي چې د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو “زړه ماتوونکې” پرېکړه وکړي.

د نړۍ د اوو بډای هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه په سیستماتیک ډول د میرمنو او نجونو د بشري حقونو د نقض او د قومي او مذهبي اقلیتي ډلو د غړو په وړاندې په تبعض نیوکه وکړه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته په یوې اعلامیه کې د جي اوه څرګندونې رد کړي دي

نوموړي ویلي:” بهرني هیوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.”

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: هغه ارزښتونه او قوانین چې په افغانستان کې پلی کیږي، د افغانانو اړوند دي او د نورو هیوادونو پورې اړه نلري.

مجاهد وویل: بهرني هېوادونه باید له کابل سره د دیپلوماتیک تعامل په رامنځ ته کولو سره په افغانستان کې وضعیت مطالعه او په دقیقه توګه وڅاري. هغه زیاته کړې پکار ده چې د نړۍ هیوادونه له هغوی سره په تماس کې وه‌اوسي او بیا موقف ونیسي.

په کور دننه بيا

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې له نړیوالو غوښتي دي‌ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

هبت الله په دې پیغام کې ویلي چې له ټولو ګاونډیو، اسلامي هیوادونو او نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړي مثبتي اړیکي غواړي.

نوموړي زیاته کړې، له څنګه چې افغانستان نغواړي د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي همداسې ټینګار کوي چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

طالبان په داسې حال کې له نړۍ سره د تعامل غوښتنه کوي چې د دوی حکومت تر اوسه د هيڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی خو یو شمېر هېوادونو د هغوی دیپلوماتیک استازي منلي او په خپلو هیوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ هم ورسپارلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button