سات تيري

حریم شاه هم د یو سیاستوال سره واده وکړ

د پاکستان مشهورې او لانجمنې ټک ټاکرې حریم شاه هم واده کړی دی، خو هغې د خپل مېړه نوم تراوسه پورې له خلکو سره نه دی شریک کړی.نوموړې صرف همدومره معلومات وذکړي دي چې هغې واده کړی دی.

د پاکستان د جیو ټلویزیون د راپور په وېنا، حریم شاه ورسره په خبرو کې د واده خبره تایید کړه او ورته یې وویل، چې د پاکستان د سند ایالت د پارلمان له یو غړي سره یې واده کړی دی. خو حریم شاه د خپل خاوند نوم پټ ساتلی دی.په راپور کې ویل شوي دي، چې حریم شاه ورته وویل، چې اوسمهال د خاوند نوم او د واده نور معلومات پټ ساتي او ډېر ژر به یې مینه والو سره په اړه بیا معلومات شریک کړي.

حریم شاه په دې وروستیو کې په انسټاګرام کې د لاسونو یو عکس خپور کړی و او الحمدالله یې ورسره لیکلي و، خو هغې دا نه و ويلي، چې د چا لاس یې په لاس کې نیولی دی، هغه یې خاوند دی او که بل څوک دی.خو د هغې د دغې پوسټ نه داسې معلومېدل چې نوموړې واده کړی دی.

20210628 140504

هېره دې نه وي چې حریم شاه له پاکستاني سیاستوالو سره د لانجمنو ویډیوګانو له جوړولو وروسته ډېره مشهوره شوه، چې اوس میلیونونو تعقیبوونکي لري.نوموړې هر وخت ويډیو ګانې جوړوي او د هغې په ویوز باندې ورته پیسې هم رازي.

باید دا هم یاده کړو چې نوموړې یو وار د پاکستان خارجه یا د بهرنیو چارو وزارت ته تللی وه او هلته ېې د ټک ټاک وبډیو جوړه کړې وه د نوموړ ويډیو په نیوز چېنلونو هم خپره شوې وه او له همدې امله هغه نوره هم زیاته مشهوره شوې وه.نوموړې په اړه دا شک کېده چې دا به کوم سیاستوال په اجازه دننه خارجه وزارت ته تللي وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button