ژوند او ټولنه

دوو سړیو او یوې ښځې پاریس کې د میلیونونو ډالرو غلا کړې

دوی د پاریس په زړه کې له پیاژه مارکېټ څخه د میلیونونو ډالرو په ارزښت شتمني غلا کړې ده

د راپورونو پر بنسټ دوو سړيو او یوې ښځې چې لوړبیه عصري جامې یې په تن وې د پاریس په زړه کې د ګاڼو له یوه پلورنځي څخه د میلیونونو یورو په ارزښت توکي غلا کړي دي.

یادو درېیو غلو بې غږه مجهزې وسلې درلودې.

دوی د غرمنۍ پرمهال د پیاژه په مارکیټ کې چې شیک رو دلا پهکس ( chic Rue de la Paix) واټ سره څېرمه دی، غلا کړې ده.

پولیسو ویلي، د بانک کارمنان اړ کړلی شوي وو، چې د غلا پر مهال پر ځمکه پړمخې پرېوځي.

غله په دې پېښه کې له غلا وروسته د پېښې له ځایه په پښو په تېښته بریالي شوي دي.

نور ولولئ: امریکا د روسیې د یو سایبري مجرم په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه

د فرانسې څارنوالان په دې باوري دي، چې له ۱۰ څخه تر ۱۵ میلیونو یورو په ارزښت توکي غلا شوي‌ دي.

دوی وايي، داسې نه ښکاري چې په غلا کې دې څوک ژوبل شوي وي.

د شوي غلا په تړاو د پولیسو پلټنې

د فرانسې بي ار بي ( BRB ) پولیس، چې کاري مسولیت یې په ځانګړي ډول د غلاو په اړه څېړنه ده، د دې پېښې د څېړلو مسول هم دي.

دا په پاریس کې د سازمان شويو جرمونو او تښتونو اړوند څېړنو څخه یوه غوغا جوړونکې څېړنه ده.

درې میاشتې مخکې د ګاڼو یو بل پلورنځی چې پورته یاد شوي پلورنځي څخه یوازې سل متره لرې دی، لوټ شوی و.

همدارنګه د بلګاري پلورنځی چې په پلاس واندوم کې دی، هم د یکشنبې په ورځ د درېیو وسله والو غلو له خوا لوټ شوی وو.

لوټ شوي دواړه پلورنځي‌ د خپلو شیک او مډرنو ګاڼو له کبله زیات مشهور وو.

خو په شوې تازه غلا کې بیا خپله غلو ډېرې شیکې او عصري جامې په تن کړې وې.

سوداګرو دا ډول غلاوې اندېښمنوونکي بللي

د فرانسې د زیوراتو ټولنې مسئول سانډرین مارکو د دې هېواد رسنیو ته ویلي، چې د غلاې پېښې د اندېښنې وړ زیاتې شوې دي.

نوموړی وايي: “که څه هم د غلا پېښې تېرو کلونو کې د پام وړ کمې شوې وې خو د کورونا له پای ته رسېدو راهیسې دا پېښې د اندېښې وړ زیاتې شوې دي.

دوه اوونۍ مخکې هم پاریس کې د یوې جوړې کور ته غله ور اوښتی وو، دواړه یې تړلي وو او په کور کې یې د ګاڼو او ساعتونو په ګډونه ټول لوړ بیه څېزونه غلا کړي وو.

دا غلاوې تر ټولو په لوړ اعتبار کې کېږي او دا اعتبار په عصري او قیمت بیه جامو کې دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button