سفر خبرونه

دګرځندوی د ادارې( دافغانستان د توریزم ادارې) لنډ تاریخ

افغانستان د یو لرغونی او تاریخي هیواد په توګه

افغانستان دیولرغونی او تاریخی هیواد په توګه چې له اسلام د مخه او داسلام له خپریدو وروسته مدنیتونه پخپله غیږه کی لری، دیو غزنی هیواد په حیث اودجنوبی، لودیځی او مرکزی آسیا د ځمکو نښلوونکی له ډیرو پخوا وختونو راهیسې یی د سیلانیا نو پام ځانته اړولی دی له همدې کبله په ځانګړی ډول له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چی توریزم یا سیاحت دیو صنعت په توګه دنړی دخلکو له خوا ومنل شو. 

د نړۍ مخکښ سیاحتي ځایونه

افغانستان هم په دغی پروسی (روند) کی شامل او دشلمې پیړی له پنځو سمی لسیزې وروسته یی د نړی د ګرځندوی په مرکزونو کی ځای ونیو او د لوړ فرهنګ لرونکو خلکو د خپلو میلمنو تود هر کلی وکر . حکومت دی مهم کارته متوجه شو او د کال ۱۳۳۷ هجری ل په وروسیتو (۱۹۵۸م) کی مرحوم عبدالوهاب طرزی د ګر ځندوی اداره د وخت د مطبوعاتو په چوکات چی د دولتی رسمی ادارو څخه شمیرل کیدهُ ایجاد کړه.

نور یی ولوله| د افغانستان په هکله د اوسلو مجمع غونډه په ناروې کې جوړه شوه

نور یی ولوله| رویټرز: امریکا د افغانستان د مخکیني حکومت چورلکې تاجیکستان ته ورکوي

د افغانستان د ګرځندوی سازمان

دافغانستان د توریزم سازمان په کال ۱۳۵۴ هجری ل (۱۹۷۵ م) د نړی د ۱۰۲ هیوادونو په څنګ کی د توریزم نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. ډیران، پاکستان، بنګله دیش، هندوستان، سریلانکا، مالدیو او نیپال تر څنګ افغا نستا ن هم د آ سیا د جنوب د کمیسیون دفعال غړی په حیث ګام کښیښود او په افغانستان کی یی د توریزم د صنعت د پراختیا په برخه کی د لازمو آسانتیا وو زمینه برابره کړه او ښه عایدات یی لاس ته راوړل او افغانستان یی د تمدن، تاریخ، فرهنګ، لرغو او فرهنګی میراثونو له نظره نړیوالو ته وروپیژاند.

سیاحت د عاید یوه مهمه سرچینه شوه

په ۱۳۵۰ هجری ل (۱۹۷۱م) کلونو کی ګرځندوی دعایداتو او بهرینو اسعارو د بدلولو (تباد لی) مهمه سرچینه جوړوله او د کال شااوخوا ۹۰۰۰۰ څخه تر- ۱۲۰۰۰۰ سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کوله . بډای فرهنګ، زوړ تاریخ، د وریښمو دلیاری خاطرې، ښکلی او دلیدو وړ طبیعی منظرې او معتدلی هوا او اوبو ( اقلیم) د افغانستان ځانګړو سیاحتی ارزښتونو چی سیلانیانو ته په زړه پوری او دلیدو وړدی، دا امکان ورکړی ترڅو ډیر زیات سیلانیان ومنی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button