Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سات تيري

د ازبکستان د لومړي وزیر لور د میلیونونو ډالرو په جرمونو تورنه ده

ګلنارا کریمووا د هغې ډلې مشره وه چې اکثره یې په جنايي جرمونو تورن دي

د سویس څارنوالانو د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور ګلناره کریمووا د جرمونو د یوې نړیوالې ډلې په مشرۍ تورنه کړې چې د سلګونو میلیونو ډالرو بډو په توګه یې اختلاص کړی دی.

چارواکو په څېړنو کې د ۷۸۰ میلیون سویسي فرانک په ارزښت (۷۰۰ میلیونه پونډه؛ ۸۵۷ میلیون ډالره) ضبط کړي چې د ۲۰۱۳ -۲۰۰۵ کلونو ترمنځ مودې پورې تړاو لري.

نور ولولئ: د بریتانیا موزیم کې د غلا پېښې له امله د موزیم مشر دنده پرېښوده

کریمووا د اختلاص په تور له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ازبکستان په زندان کې ده.

هغې د بډو (رشوت) هغه تورونه رد کړي چې پر ګټورو مخابراتي قراردادونو پورې یې تړاو درلود.

هغه پخوا په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي دولت کې د لوړې کچې څېره وه، د خپل استبدادي مشر اسلام کریموف د لور په توګه یې خورا ډېر نفوذ درلود. اسلام کریموف په بې‌رحمانه توګه خپل مخالفان وځپل.

هغې د ګاڼو (زېوراتو) د تولید خپله کرښه درلوده، یو تفریحي تلوېزیوني چینل یې چلاوه او د ګوګوشا په نوم د پاپ ولسي سندرې یې خپرولې.

له مخابراتو د هغې بډې

د سویس له لوري لګول شوي تور کې یو نامعلوم سوداګر په نښه شوی چې د روسیې د مخابراتو شرکت ازبک څانګه یې چلوله.

کریمووا د ازبکستان د مخابراتو سکتور ته د لاسرسي په بدل کې د بډو اخیستو او د سویس بانکي حسابونو او نورو هېوادونو کې د حسابونو یوې پراخې شبکې له لارې د پیسو په مینځلو تورنه شوې ده.

نور ولولئ: په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

د هغې جعلي سازمان د دفتر په نامه پېژندل شوی و. د درغلیو سربېره، دې ډلې ظاهراً په خپلو عملیاتو کې له تاوتریخوالي او ترهولو کار اخیستی دی.

د لوکسو ملکیتونو نیول

بي بي سي وايي، په تېره اګسټ میاشت کې د بریتانیا د جدي درغلیو پر وړاندې دفتر یا اېس اېف د څه باندې ۲۰ میلیونه پونډو په ارزښت هغه درې لوکس ملکیتونه ونیول چې ملکیت یې له کریمووا سره و.

د سویس فدراي څارنوالانو په تورونو کې راغلي چې د حسابونو نومول شوې ګټه اخیستونکي مالکان “خیالي سړي” وو او دا حقیقت یې پټ کړ چې کریمووا ریښتینې ګټه اخیستونکې وه.

کریمووا په جنیوا کې ملګرو ملتونو کې د ازبکستان د سفیرې په توګه له خوندیتوب او مصونیت برخمنه وه، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې مصونیت له لاسه ورکړ- په دې وخت کې سویس وکړای شو چې د هغې د مالي چارو په اړه پلټې پراخه کړي.

د هغې سازمان په سویډن، فرانسه، ناروې، هالنډ، د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا کې تر جنايي څېړنو لاندې راغلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button