نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت تازه ګمازنې

د اسلامي امارت ویاند د سې شنبې په ورځ ناوخته د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ سرپرستې کابینه کې له نویو ګومارنو خبر ورکړ.

په دغه حکم کې، د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ګوښه کړل شوی او د مرکزي دارالافتا رییس ګومارل شوی دی. د کندهار د علماوو شورا رییس مولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی. نورالله منیر په داسې حال کې له پوهنې وزارت څخه لرې کړل شوی دی چې څو ورځې مخکې په یوه ولایتي سفر کې، ویلي یې و، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي او خلک نه غواړي چې نجونې یې ښوونځیو ته ولاړې شي.

نور یی ولوله | د قطر امیر:مه پرېږدئ افغانستان د ترهګرو په پټن ځای بدل شي

نور یی ولوله | د الوتنو د عادي کېدو په هکله د ټرانسپورټ وزارت خوشبیني ښودلې

د اسلامي امارت تازه ټاکل شوي والیان او وزیران 

د اسلامي امارت د مشر په حکم کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي، د پنجشېر د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی او د پنجشېر پخوانی والي ملا شعیب اخوند د لوګر والي ګومارل شوی دی. ورته مهال رویټرز په یوه رپوټ کې لیکلي دي څو سرچینو دغه خبري اژانس ته تایید کړې

د زالبانو تازه ګمارنې 

په هغې غونډه کې چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه ځينو سرپرست وزیرانو ګډون کړی وو. خو اسلامي امارت تراوسه په رسمي توګه د دغې غونډې د ترسراوي پخلی نه دی کړی.باید یاده کړو چې د دې وړاندې هم د طالبانو مشر لخوا پر مختلفو برخو کې بدلونونه راوستل شوي دي او نوي کسان لوړو چوکیو ته راوستل شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button