د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله د نړۍوال بانک اندېښنه

ځړول شوی:جون 9, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې

نړۍوال بانک د نړۍ د اقتصاد په تړاو په خپل ۱۷۶ مخیز راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم کتنه کړې ده. دغه بانک همدارنګه زیاتوي چې د روسیې او اوکراین جګړې په نړۍ کې د خوراکي توکو پر بیې په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېوادونو منفي اغېزې لرلې دي.

نړۍوال بانک په دغه راپور کې د هېواد پر اقتصادي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې افغانستان ته د نړۍوالو مرستو له دوام سره سره، لاهم په دغه هېواد کې اقتصادي او ټولنیز وضعیت کړکېچن دی نړۍوال بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي:«له نړۍوالو مرستو سره سره چې د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشتې کې په ناڅاپي توګه ودرول شوې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاهم نازک دی. اقتصاد پاشل شوی، 

کارموندنه او د خوړو او انرژۍ په ګډون واردات نیمایي شوي دي او احتمالاً حکومتي لګښتونه د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې وروسته درې – څلور برابره کم شوي دي. وروستۍ څېړنې ښيي چې درې پر څلورمه برخه کورنۍ د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ناڅېزه عاید لري.د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني وايي:«د ټولو اخلاقي او امانتدارۍ د اصولو پر خلاف، د افغانانو شتمنۍ کنګل کېږي. چې لا ډېر په فقر کې ډوب یوو، نو دلته یوازې له فقر سره مبارزه نه کېږي، بلکې دلته د جنګي او سړي خور اقتصاد ریښې هم باید وایستل شي.»

 نور یی ولوله | بلخ ولایت کې د نجونو لپاره د وړیا روزنیز مرکز جوړېدل

 نور یی ولوله | کابل کې افغان انجنیرانو په لومړي ځل د یوې الوتکې “سي چک” بشپړ کړ

روسیې او اوکراین په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي

دغه راز د نړۍوال بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي دي چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوو په نړۍ په تېره بیا د افغانستان په څېر هېوادونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي. په دغه راپور کې افغانستان د وارداتي هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. هټۍوال مسیح الله وویل:«نرخ ډېر لوړ دی د تېر کال پرتله یې حتا دوه تر درې برابره لوړ ختلی دی.»

د نړۍوال بانک رپوټ ښيي چې د جمهوري نظام تر سقوط او په افغانستان کې د نړۍوال بانک د فعالیت له درېدو وروسته لیدل کېږي چې له ۲۰۲۰ کال وروسته په هېواد کې د سړي سر د عاید رسمي شمېرې نشته. د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي وايي:«بېلابېل عوامل له ځان سره لري، لکه کووېډ نولس، سیاسي بدلونونه چې په افغانستان کې رامنځته شوي دي.» تردې مخکې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رپوټ ورکړی و چې په هېواد کې کورنی ناخالص تولید نږدې پنځه مېلیارد ډالرو ته راکم شوی دی او د افغانستان د سړي سر عاید په کال کې ۳۵۰ ډالرو ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.