نړیوال خبرونه

کابل کې افغان انجنیرانو په لومړي ځل د یوې الوتکې “سي چک” بشپړ کړ

افغان انجینرانو د “سي چک” کار بشپړ کړ

افغان انجنیرانو په لومړي ځل د کابل په هوايي ډګر کې د ایربس الوتکې د “سي چیک” یا د الوتکې تخنیکي ارزونې کار بشپړ کړ. د کابل د هوايي ډګر مشر وايي، د اریانا الوتکه په اتلس کاري ورځو کې الوتنې ته چمتو شوې ده او د “سي چیک” لګښت پرې هم خورا کم شوی دی.

د کابل هوایي ډګر رییس عبدالهادي حمدان وايي: «په شپږو میاشتو او شپږویشت ورځو کې دا کار بشپړ شوی دی او په دویم قدم کې مخکې به پرې دې ۱٫۵ مېلیونه ډالر لګښت راته، خو اوس زموږ د افغان همکارانو او د اریانا هوايي چلند شرکت په همغږۍ او رهبرۍ دا لګښت دوه لکو ډالرو ته راښکته شوی دی.»

له دې وړاندې افغانستان خپلې د لوی اېربس الوتکې د تخنیکي اروزنې او سي چېک لپاره بهر ته لېږلې. د اریانا افغان هوایي شرکت رییس وایي، اوس‌مهال د دې شرکت الوتکې د ترکیې، قطر، روسیې، پاکستان، او ایران په ګډون ځینو هېوادونو ته الوتنې کوي.

 نور یی ولوله | شهیدي: راتلونکې لوبه کې د لوبغاړو د بدلون په اړه فکر کوو

 نور یی ولوله | افغانستان کې له بې وزلۍ او نالوستۍ سر پر مبارزې دانس حقاني ټينګار

اریانا هوايي شرکت درې الوتکې وپېرلې

د اریانا هوايي چلند شرکت رییس رحمت‌الله اقا وايي: «په روان اوونۍ کې درې نورې الوتکې د تدارکاتو له لارې اعلانوو چې دوه به یې مسافر وړونکې او یوه به یې کارګو وي.» د اریانا هوايي چلند مشر وايي، دا شرکت په پام کې لري چې له ۳۰ مېلیونو څخه تر ۴۰ مېلیونو ډالرو پورې څلور مسافر وړونکې الوتکې واخلي.

ورته مهال د کورنیو هوایي شرکتونو ځينې انجنیران وایي، د دې الوتکو د سي چیک چارې او تخنیکي اروزنې له اېربس شرکت سره په همغږۍ تر سره شوې او الوتنو او فعالیت ته په کتو هر دوه کاله وروسته د الوتکې تخنیکي ارزونه کېږي. یو انجنیر احمد سیر وايي: «موږ ډېره ښه ځواک درلودوه چې په خپل ټاکلي وخت وتوانېدلو سي چک بشپړ کړو.»

د الوتنو د خوندیتوب رییس محمد همایون ستانکزی وايي: «د اېربس شرکت له لوري چې موږ ته د ازمېښت ۵۶۰ کارټونه راکړل شوي وو، په ډېر دقت سره بشپړ شول.» اوس‌مهال افغانستان دوه هوایي شرکتونه لري چې الوتکې یې کورنۍ او ځینې بهرني الوتنې کوي. تمه کېږي چې یوه نړیوال معیاري شرکت ته د افغانستان د هوایي حریم له سپارل کېدو وروسته د کابل په هوایي ډګر کې د لویو هوایي شرکتونو الوتنې بېرته پېل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button