سفر خبرونهکورني خبرونه

د افغانستان د حاجیانو سهم

په نړۍ کې هر اسلامي هېواد او اسلامي ټولنې د حج فریضې د ادا کولو لپاره ځانګړی سهم لري

لکه څنګه چې په نړۍ کې اسلامي هېوادونه او اسلامي ټولنې د حاجیانو په برخه کې ځانګړی سهم یا برخه لري، همدارنګه افغانستان ته هم ځانګړی سهم ورکړل شوی او ورته معلومه کړل شوي چې هر کال باید څومره حاجیان مکې مکرمې ته د حج فریضې ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته ولېږي.

نور ولولئ: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت : پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکوو

سعودي عربستان د افغانستان نفوس دېرش میلیونه حساب کړی چې د هر یوه میلیون پر سر ۱۰۰۰ تنه حق ته د تګ سهمیه ورکړل شوي ده چې ټولټال ۳۰۰۰۰ زره کسان کېږي او دغه شمېر کسان به هر کال د حج مراسمو ته بیت الله شریفې ته ځي او د حج فریضه به ادا کوي.

د حج فریضي د ادا کولو په وخت کې د خلکو ستونزې

کله چې افغانستان کې د حج فریضې د ادا کولو وخت راورسېږي، نو ګڼ حاجیان شکایت کوي او وايي چې حق حقدار ته نه سپارل کېږي او هغه څوک له حجه پاتې کېږي چې دوی یې رښتیني مستحق دي. دوی شکایت کوي چې هغه څوک حج ته لېږل کېږي چې یا د طالبانو په حکومت کې چارواکی وي او یا په دې حکومت کې ډبله واسطه ولري، خو د حج، ارشاد او اوقافو وزارت بیا دا خبره ردوي او وايي چې ټول ته یو ډول حقوق ورکول کېږي.

خلک وايي له یوې کورنۍ څو کسه ځي

خو خلک بیا اعتراض کوي چې انډول په پام کې نه نیول کېږي بلکې له هرې کورنۍ چې په تېرو دوو کلونو کې یې اکثره طالبان وو، څو څو تنه ځي او د نورو پر حقوقو هم خېټه اچوي. بل لورته دوی شکایت کوي چې د حاجیانو لپاره هغه ډول خدمات هم نشته لکه د تېر جمهوریت په دوره کې چې وو. دوی پر طالبانو غږ کوي چې د حاجیانو ستونزو ته پام وکړي او په راتلونکې کې دې ورته داسې سهولتونه برابر کړي لکه د اسلامي جمهوریت په وخت کې چې ورته برابر شوي وو.

نور ولولئ: سعودي عربستان د کرونا له امله بیا ځلې هم بهرني اتباعو ته د حج اجازه نه ورکوي

د حج اوقافو وزارت بیا ډاډ ورکوي چې دغو ستونزو ته به رسیدګي کوي او شکایتونه به یې پر وخت حل کېږي او سهولتونه به ورته مهیا کېږي. خو خلک غواړي چې د طالب چارواکو پر ځای باید خلکو ته حج ته د تګ موقع او حقوق ورکړل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button