سیمه ییز خبرونه

د افغانستان هېرویین او تریاک لېږدونکې ډرون له پاکستان د هند پولو ته رسېدلي

هغه ډرون چې د افغانستان هېرویین او تریاک قاچاقوي، د پاکستان له لارې د هند پولو ته رسېدلي دي

په دې اړه د هند چارواکو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې کېدای شي ددې ډرون په لېږدولو کې د پاکستان ځینې لوړ پوړي چارواکي هم ښکېل وي او له قاچاقبرو سره په دې کاروبار کې شریک اوسي.

هندي چارواکي وايي، د پاکستان له پولو هند ته پر نشه‌یي توکو د بار بې پیلوټه الوتکو له «بې مخینې ګواښونو» سره مخامخ یو.

د پنجاب ایالت د پوله ساتو ځواکونو یوه چارواکي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، دغه بې پیلوټه الوتکې تر ډېره له «افغانستانه هیرویین او تریاک» لېږدوي.

هند تر اوسه د ۹۰ دا ډول ډرون مخه نیولي

د دوی په وینا، د دغو بې پیلوټه الوتکو له‌خوا په چین کې جوړې شوې وسلې هم د هند په خاوره کې پرېښودل کېږي.

په راپور کې راغلي، په روان زېږدیز کال کې هندي چارواکو له پاکستانه د ۹۰ بې پیلوټکه الوتکو مخه نیولې چې په نشه‌يي توکو بار وې.

نور ولولئ: کروندګر: طالبانو له بديل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي دي

نور ولولئ: طالبان؛ دوه نیم زره هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کروندو پاکه کړې

دغه چارواکی وايي، د دغو الوتکو د نفوذ د رکود دغه ورکړل شوې شمېرې خورا لوړې دي چې هره میاشت په کې پام وړ زیاتوالی راځي.

دوی وايي، دغه چاره د هند په پنجاب کې د نشه‌یي توکو کړکېچ ډېروي او امنیتي اندېښنې نورې هم زیاتېدای شي.

د یادو ډرون الوتکو نوم هګزاکوپټر ښودل شوی

دغه بې پیلوټه الوتکې د «هګزاکوپټر» په نوم یادې شوې، چې دوه نیم متره عرض لري او پر سر یې دوربینونه هم نصب شوي دي.

داسې راپورونه هم شته، چې دغه بې پیلوټه الوتکې په ۱۲ کیلو مترۍ کې د ننه د هند په خاوره کې لیدل شوې او پېژندل شوې دي.

په راپورونو کې دا هم راغلي، چې دغه بې پیلوټه الوتکې په کوچنیو کڅوړو او د کوکاکولا په بوتلونو کې نشه‌یي توکي لېږدوي.

د هند او پاکستان تر منځ د بېلابېلو توکو قاچاق په بېلابېلو بڼو ترسره کېږي؛ خو هندي چارواکو ویلي، چې لومړنۍ بې پیلوټه الوتکه په ۲۰۱۹ کال کې ولیدل شوه؛ خو نن سبا دغه ډول قاچاق د هند او پاکستان تر منځ عام شوی دی. د هندي چارواکو په خبره، په تېرو څو اونیو کې یې له پنځو تر شپږو بې پیلوټه الوتکو مخه نیولې ده.

د هند دغه اندېښنو په اړه تر اوسه اسلام اباد کوم سپیناوی نه دی ورکړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button