د افغانستان په اړه د جوبایډن نوې پرېکړه.

ځړول شوی:جولای 8, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

جوبایډن کانګرس ته په لیک کې له افغانستانه د وتلو غوښتنه کړې وه

سپېنه ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه لیک کې د دې هېواد  له کانګرېس غوښتې چې د افغانستان نوم “له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدانو” له نوم‌لړه وباسي.

د بهرنیو مرستو د قانون د ۷مې مادې له مخې، زه خپله پریکړه وړاندې کوم چې له افغانستانه ووځي

په دې لیک کې د ولسمشر بایډن له خولې راغلي دي: د ۱۹۶۱ د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷ بند پربنسټ زه له ناټو بهر د اصلي متحد په توګه د افغانستان د نوم اېستلو په تړاو خپله پرېکړه وړاندې کوم. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدانو له نوملړه د افغانستان د نوم له اېستلو وروسته به دا هېواد له ناټو بهر اتلس اصلي متحدان ولري او واشنګټن به له دغو هېوادونو سره د دفاعي سوداګرۍ، امنیتي همکاریو او اقتصادي او پوځي امتیازاتو په برخو کې مرسته کوي.  پاکستان یو له همدغو هېوادونو دی..

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «له روسیې، ایران او نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت نږدې کېدل له امریکا سره د اړیکو سړېدو سبب شوي او بایډن هم په همدې خاطر دا ډول پرېکړه وکړه. خو اسلامي امارت وایي، اوسنی حکومت به له ټولو هېوادونو سره د منځلاري سیاست له لارې مخته ولاړ شي.

نور یی ولوله| کابل : یو شمېر ښځینه لیکوالانو د نحونو ښونځیو پرانستلو غوښتنه وکړه

نور یی ولوله| قطر ته د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد لومړی رسمي سفر

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «موږ نه غواړو افغانان د هغوی سرلیک لاندې واوسي چې ښه خاطره ترې نه‌لري، موږ له نړۍ سره له ډېپلوماټیکو او متوازن سیاست له لارې مخ ته ځو. بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، سره له دې چې یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو بهیر پېل کړی دی، خو لا له وخته مخکې ده چې نړۍ د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو پرېکړه وکړي.

په دې اړه د مسکو، بیجینګ او ایران په ګډون نړیواله اجماع

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي: «فکر کوم چې په واقعیت کې په دې برخه کې د مسکو، بېجنګ او ایران په ګډون نړیواله اجماع شته او هغه دا چې ډېره له وخته مخکې ده چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو فکر وشي.

امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې افغانستان له ناټو بهر د دغه هېواد د اصلي متحدانو په نوم‌لړ کې شامل کړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.