د افغان نجونو اقتصادي وضعیت؛ ځینې نجونې د کتاب پېرلو وس هم نه لري

د افغان نجونو اقتصادي وضعیت د زدهکړو او کار له محدودیتونو سره لا پسې سخت شوی دی. ځینې نجونې وايي، پخوا به یې کله ناکله کتابونه اخیستل، خو اوس د عاید نشتوالي له امله د خپلې خوښې کتابونه هم نه شي پېرلی.
افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي، د کار او عاید نشتوالي یې ژوند دومره اغېزمن کړی چې د شخصي مطالعې لپاره د کتاب پېرل هم ورته ستونزمن شوي دي.
کابل کې یوې لیکوالې، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانناو ته ویلي، د عاید هېڅ سرچینه نه لري او له همدې امله نه شي کولای د مطالعې لپاره په منظم ډول کتابونه واخلي.
هغې زیاته کړې چې دا یوازې د هغې ستونزه نه ده، بلکې ډېرې نورې ښځې هم له ورته اقتصادي حالت سره مخ دي.
په کونړ کې لطیفه، چې له کتاب او مطالعې سره مینه لري، افغانناو ته وايي، لا هم غواړي کتابونه ولولي، خو د پېرلو مالي توان یې نه لري.
لطیفه وايي: «اوس هم له کتابونو سره لېوالتیا لرم، خو د دې توان نه لرم چې کتابونه واخلم. اقتصادي وضعیت مو ډېر کمزوری دی او نه غواړم چې پر کورنۍ بار شم.»
د افغان نجونو اقتصادي وضعیت او د عاید کمښت
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوې او وروسته د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو او د کار پر ګڼو برخو هم محدودیتونه ولګېدل. د افغان نجونو اقتصادي وضعیت
یونیسف ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له ثانوي زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ کلنو او تر هغه پورته افغان ښځو یوازې ۵.۱ سلنه د کار ځواک برخه وه.
دغه وضعیت د ښځو پر عاید سربېره د هغوی پر ورځنیو انتخابونو هم اغېز کړی دی. د د افغان نجونو اقتصادي وضعیت اغېزې اوس د کتابونو او شخصي مطالعې په څېر برخو کې هم لیدل کېږي.
کتابپلورونکي د ښځینه پېرودونکو د کمېدو خبره کوي
په جلالاباد کې د یوه کتابپلورنځي مسوول، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانناو ته ویلي چې په وروستیو کلونو کې یې ښځینه پېرودونکې په څرګند ډول کمې شوې دي. د افغان نجونو اقتصادي وضعیت
د هغه په خبره، پخوا به ښځې او نجونې د پوهنتون کتابونو، ناولونو او نورو معلوماتي اثارو د اخیستو لپاره ورتلې، خو اوس کله ناکله په ټوله میاشت کې یوه ښځینه پېرودونکې هم نه ورځي.
د ښځو او زدهکړو د حقونو فعاله فروزان امیري افغانناو ته وايي، له زدهکړو سره یوځای کتابونو ته د ښځو د لاسرسي محدودېدل د هغوی ستونزې لا زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم په ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې ۷۸ سلنه افغانې ښځې، چې ډېری یې ځوانې دي، له کار، مسلکي روزنې او لوړو زدهکړو بهر پاتې دي.
د کار او زدهکړو محدودیتونه په ځانګړي ډول پر هغو ښځو فشار زیاتوي چې خپل مستقل عاید نه لري. له همدې امله د افغان نجونو اقتصادي وضعیت د رسمي زدهکړو تر څنګ د شخصي مطالعې او ځانزدهکړې پر امکاناتو هم اغېز کړی دی.
د ځینو نجونو لپاره، چې کتاب د زدهکړې او سالمې بوختیا یوه له محدودو لارو څخه بولي، د یوه کتاب بیه هم اوس د لاسرسي پر وړاندې په خنډ بدله شوې ده.



