نړۍ خبرونه

د اوکراین ولسمشر متحدینو ته؛ د روسیې پرضد پرېکنده اقدام وکړئ

زیېلېسنکي له متحدینو غوښتي چې د مسکو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي

د اوکراین ولسمشر پر خپلو نړیوالو متحدینو غږ کړی دی چې د روسيې پر ضد دې یو پرېکنده اقدام وکړي.

وولوديمیر زېلېنسکي دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې د اګست پر ۲۶مه روسيې په کییف او د هغه هېواد پر نورو ښارونو د ډرون الوتکو او توغنديو پراخ بریدونه وکړل. د دغو بریدونو له امله د اوکراین مهم تاسیسات زیانمن شوي دي.

د اوکراینیو چارواکو په وینا، د روسیې له خوا د اګست پر ۲۷مه پر اوکراین په ډرون او میزایلي حملو کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. راپورونه وایي په دغو کې ځینې لادرکه شوي هم دي، چې د مرګژوبلې په اړه یې لا هم کره معلومات مخې ته نه دي راغلي.

پر اوکراین بله لویه حمله

اوکراین ولسمشر,اوکراین,روسیې

دا په دې وروستیو کې د روسيې له خوا پر اوکراین دویمه لویه حمله ده، چې د هغه هېواد په دنیپروپیتروسک سیمه کې پر یو هوټل شوې ده، چې پکې د هوټل ودانۍ ته هم زیات اوښتی دی.

پر اوکراین حملې پر داسې مهال زیاتې شوي چې تمه ده، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافايل ګراسي په کورسک سیمه کې د روسیې د اټومي پلانټ دوره وکړي، چېرته چې د اګست له شپږمې راهیسې جګړه روانه ده.

نور ولولئ | طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

نور ولولئ | روسیه ملګرو ملتونو ته؛ موږ پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کوو

زېلېنسکي په یو ویډیويي بیان کې، چې د هغه پر اېکس پاڼه خپور شوی ویلي، د روسیې لخوا په ناځوانه حمله کې له ۱۰۰ زیات د توغنديو او د ۱۰۰ په خواوشا کې ډرون بریدونه شوي دي. نوموړي زیاته کړه، اوس باید پر اوکراین د لرې واټن ویشتونکو وسلو کارولو د غرب بندیز نور ختم کړل شي ځکه د هغه په وينا، دا بندیز د روسيې په خاوره کې دننه د اوکراین د بریدونو مخه نیسي.

پر اوکراین د روسیې توغندیز برید

اوکراین ولسمشر,اوکراین,روسیې

له بلې خوا تېره ورځ روسیې پر اوکراین درانه توغندیز بریدونه وکړل چې د ځاني زیانونو تر څنګ یې په نښه کړیو سیمو ته هم زیانونه رسولي دي. 

پر دې سربېره روسیې په ۱۵ مهمو نقاطو کې سکاټ مزایل، کروز او نور بلاسټیک توغندي ځای په ځای کړي دي. 

اوکرایین اوسمهال یوازې د ګوتو په شمېر دا ډول توغندیز سیسټم لري او یا بیا د شوروي اتحاد د وختونو پاتې (سامز) اېس-۳۰۰ ډوله توغندیز سیسټم لري، چې له ځمکې په هوا کې ګوزار کولای شي. د یادونې ده، چې پاټریاټ خورا ګران بیه سیسټم دی، چې یو واحد یا باټرۍ یې یو میلیارد ډالره بیه لري او هر یو توغندی یې څلور میلیونه ډالره ارزښت لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button