د ایران پر بېړیو بریدونه؛ امریکا د تېلو څو لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې

د ایران پر بېړیو بریدونه یو ځل بیا د سیمې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوي دي. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د فارس خلیج په اوبو کې د ایران اړوند د تېلو پر څو بېړیو هوايي بریدونه کړي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه بریدونه د جمعې په ورځ ترسره شوي او هغه بېړۍ پکې په نښه شوې چې ویل کېږي بېرته د ایران پر لور روانې وې. د راپور له مخې، یادې بېړۍ د تېلو ستر لېږدوونکي ټانکرونه وو، خو د برید پر مهال تشې وې.
د ایران پر بېړیو بریدونه؛ واشنګټن رسمي دریځ نه دی څرګند کړی
سره له دې چې امریکايي رسنیو د دغو بریدونو خبر ورکړی، خو تر اوسه د امریکا دفاع وزارت او د امریکا مرکزي قوماندانۍ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د بېړیو د څار یوې نړیوالې وېبپاڼې «ټېنکر ټرېکرز» ویلي وو چې د ایران د تېلو درې لویې بېړۍ د پاکستان د ځانګړې اقتصادي سیمې له لارې د امریکا د سمندري ځواکونو د څار ساحې ته داخلې شوې وې. د ایران پر بېړیو بریدونه
د سرچینې په وینا، دغو بېړیو د میلیونونو بېرلو خامو تېلو د لېږد ظرفیت درلود او هڅه یې کوله بېرته ایران ته ستنې شي.
د ایران جنوبي سیمو کې د چاودنو راپورونه
له دغو راپورونو سره هممهاله، ایراني رسنیو د هېواد په جنوبي سیمو کې د چاودنو خبر هم ورکړی دی. مهر خبري اژانس ویلي چې د سیریک ولسوالۍ په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینو کاروونکو ادعا کړې چې د ایران په څو ساحلي ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د سیمې د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې
د ایران پر بېړیو بریدونه داسې مهال کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. د پوځي او سمندري اقداماتو زیاتېدو د دې اندېښنې راپارولې چې ښايي د سیمې وضعیت نور هم خراب شي.
کارپوهان باور لري چې که دواړه لوري له احتیاطه کار وانخلي، نو د فارس خلیج امنیت او نړیوالې سوداګریزې لارې به له جدي خطر سره مخ شي.
تر دې مخکې د امریکا پوځ ویلي وو چې د ایران د بندرونو پر لور یې د لسګونو تېلو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ محدود کړی دی.




