سیمه ییز خبرونه

د باجوړ برید؛ جمعیت علمای اسلام غونډه کې یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا باجوړ کې د علمای اسلام غونډه کې درنه چاودنه شوې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ خار سیمه کې د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او تر ۳۵ ډېر نور ژوبل شوي دي، خو ځينې ځايي رسنۍ بيا د وژل شويو شمېر ۵۰ تنه او د ټپیانو شمېر تر ۱۵۰ تنو يادوي.

نور ولولئ: ټي‌ټي‌پي دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر وژل شویو خواشیني ښودلې ده او له کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا له موقت حکومت یې د رپوټ ورکول غوښتي دي.

د ځینو روغتیايي حالت نازک دی

د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او هغه کسان چې روغتيايي حالت يې نازک او يا سخت ټپيان شوي پېښور لېږدول شوي دي.

د ژغورنې ادارې ویلي، ښايي د مړو شمېر ډېر شي.‌

د ۱۱۲۲ ژغورنې او مرستې ادارې ویاند ویلي، چاودنه د ګوند د غړو د یوې غونډې پرمهال د باجوړ ښار سیمې دوبۍ موړ ته څېرمه شوې ده.

د راپورونو له مخې په غونډه کې د جمعيت علمای اسلام شاوخوا ۴۰۰ تنو غړو ګډون درلود. ويل کېږي چاودنه له سټېج سره څېرمه شوې ده.

د جمعیت علمای اسلام له لوري غندنه

د جمعیت علمای اسلام مرکزي منشي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي، د دوی ګوند دا چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

نوموړی وايي، د هېواد وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېدونکی دی او دده په ټکو “جمعیت علمای اسلام یو سوله‌ییز ګووند دی. موږ تل د سیاسي مبارزې سوله‌ییزه لاره غوره کړې ده”.

نور ولولئ: ځانمرګی برید؛ پېښور کې یې لس کسان یې ټپیان کړي

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅو له لوري د پاکستان پر پوځ او نظامي ادارو چاودنې او بریدونه زیات شوي چې اسلام اباد یې وارخطا کړی دی. دوی په افغان طالبانو تور پورې کوي چې دوی ټي‌ټي‌پي ته په افغان خاوره کې ځای ورکړی، خو طالبانو د تېر په څېر دا تورونه رد کړي دي.

دارنګه د پاکستان پوځ تلفات زیات شوي دي، خو پاکستان دا تلفات له رسنیو پټ ساتي تر څو امنیتي ځواکونه یې روحیه ونه بایلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button