سات تيري

د بریتانیا د شهزادګۍ ډیانا کمیس څه باندې یو میلیون ډالره پلورل شوی

د بریتانیا د شهزادګۍ هغه کمیس چې ۶۶ کاله وړاندې یې اغوستی و لیلام کې څه باندې یو میلیون ډالره وپېرل شو

د بریتانیا د شهزادګۍ ډیانا یو کمیس چې په ۱۹۸۵ کال کې یې اغوستی و، د امریکا په یوه لیلام کې له اټکل شوې بیې یوولس برابره ګران وپېرل شو.

د کمیس ټټر له بخمل جوړ شوی، زېړې وسپنیز ستوري پرې ټومبل شوي او لمن یې آبي رنګه ده، چې کمر بند هم لري.

دا کمیس چېرته پلورل شوی؟

دا کمیس د جولین په لیلام کې په یو میلیون او ۱۴۸ زره ډالره چې ۹۰۴ زره او ۲۶۲ پاونډه کېږي، پېرل شوی.

په دې بیه د یاد کمیس پېرلو د ډیانا د کمیسونو د پېرلو ریکارډ مات کړ.

دا کمیس د ډیانا له هغه تصویر سره لیلام کې کېښودل شوی و، چې همدا کمیس یې اغوستی.

اټکل شوی و چې دا کمیس به په سل زره ډالره وپېرل شي.

نور ولولئ: شهزاده چارلس هم په کرونا اخته شوۍ

نور ولولئ: د انګلستان فیشن ډیزاینره (ملکه) بېرته ډاکټرۍ ته ستنېږي

شهزادګۍ ډیانا دا کمیس لومړی ځل د ښاروال فلورانس په ماښامنۍ بلنه کې اغوستی و، هغه مهال ۱۹۸۵ کال کې نوموړې خپل مېړه شهزاده چالز سره ایټالیا ته په سفر تللې وه.

دا کمیس هغې څو کاله وروسته بیا واغوست

یو کال وروسته په ۱۹۸۶ کال کې هغې د دویم ځل لپاره دا کمیس واغوست، دا وخت هغې د کاناډا په ونکوور ښار کې یوه کنسرت کې ګډون کړی و.

دا کمیس د نړۍ د یوه مشهور سوداګر جاکوب شلپفر له خوا چمتو شوی و، او پرې ټومبل شوي وسپنیز ستوري د جاکوئیز ازاګوري په نامه د خیاطۍ او ډیزاین ډلې له خوا جوړ شوي و.

له دې وړاندې د شهزادګۍ یو کمیس چې په ۱۹۹۱ کال کې یې اغوستی و، تېره جنورۍ کې په تر ټولو لوړې بیې ۶۰۴ زره او ۸۰۰ ډالرو پېرل شوی و.

دا په دې مانا چې د ډیانا هغه کمیس چې د ازاګوري ډیزاینرې ډلې له خوا جوړ شوی د دې کمیس دوه برابره ګران پېرل شوی دی.

دې ډلې له هغې راهیسې چې دیانا د بریتانیا شاهي کورنۍ ته راغله، څو کمیسونه یې ورته ډيزان کړي و.

د امریکا په کلفورنیا کې دغه لیلام کې د ډیانا یو بل لنډ کمیس هم پېرل شوی. دا سپین زنګه لنډ کمیس آغلې دیانا په ۱۹۸۱ کال کې د خپلې کوژدې د تصویرونو اخیستو لپاره اغوستی و. دا کمیس په ۳۸۱ زره ډالره له اټکل شوې بیې څلور برابره ګران وپېرل شو.

په نړۍ کې داسې ډېر عجایب پېښېږي چې خبري پوښښ ورکول د خلکو لپاره جالب تمامېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button