هنر او ادب

د بشري حقوقو د څار سازمان بند امیر ته د ښځو پر تګ بندیز غندلی

یاد سازمان وايي، بند امیر د ښځو پر تګ بندیز د ښځو د زنداني کېدو پر معنا دی

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت هغې پرېکړې ته سخت غبرګون ښودلی چې نجونې او ښځې یې ‘بند امیر ملي پارک’ ته له تلو منع کړي.

هغې تېره شپه په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټویټر پاڼه کې لیکلي: “طالبان چې له زده‌کړو، کار او سفر کولو د نجونو او ښځو په را ګرځولو نه‌دي قانع شوي، غواړي اوس پارکونه، لوبغالي او اوس طبیعت هم ترې واخلي.”

د ښځو پر وړاندې به نورې موانع هم ایجاد شي

هیدر بار زیاتوي، ګام په ګام د ښځو پر وړاندې دېوالونه درېږي، هغه څه چې مېرمن بار یې په زندان د هر کور بدلېدل بولي.

له دې وړاندې هم بېلابېلو ادارو، د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او خپله افغانانو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت دا پرېکړه غندلې ده چې ویلي یې دي، د یوې کړنلارې تر چمتو کولو به ‘بند امیر ملي پارک’ ته د ښځو د تګ مخه ونیول شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې غبرګونونو په اړه کوم نوی دریځ نه‌ دی ښودلی، خو وړاندې یې خپلو دا ډول پرېکړو ته د شرعي کړنلارو نوم ورکړی، هغه چې خپله یو شمېر دیني عالمانو له دې ډلې د ‘اسلامي همکاریو سازمان’ او د ‘اسلامي نړۍ ټولنې’ په نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونه له اسلام سره په ټکر کې بللي.

ښځې هټیوالې به هم بې کاره شي

هاخوا په بند امیر ملي پارک کې یو شمېر هټیوالې ښځې وايي، دا پرېکړه به د دوی کار روزګار چې لا له وړاندې ځپل شوی، نور هم خراب کړي.

له دوی یوې هټیوالې چې د امنیتي خوندیتوب په هدف نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بند امیر پارک ته د ښځو راتګ کم شوی و چې له امله یې د دوی کار روزګار هم خراب شوی، خو دا پرېکړه به د دوی کوچنۍ سوداګري د بندېدو له ګواښ سره مخ کړي.

نور ولولئ: بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

د بامیانو اوسېدونکې زهرا قمبري بیا وايي، بند امیر ملي پارک ته د نجونو او ښځو په تلو بندیز په دې ولایت کې په ډېرو نجونو او ښځو له رواني پلوه بده اغېزه کړې ده.

قمبري وویل: “دا یو ډېر زشت، له منطقه لېرې او غیر انساني عمل دی. طالبانو تېرو دوو کلونو کې ښځې له فرهنګي، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي فعالیتونو لېرې کړې او که ووایم نیمه ټولنه یې بیخي له ټولنې حذف کړې. وړاندې یې د ښځو پارکونه نارینه‌وو ته بېل کړل، اوس یې بیخي بند امیر ته هم له راتګ منعه کړې.”

طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه وضع کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button