نړۍ خبرونه

د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ او افغانستان

 افغانستان افغانستان

د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ او  په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي کوشش د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ نن پر داسې وخت لمانځل کېږي چې په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ ورځ تر بلې  خرابیږی  او د افغانستان  وګړو کارونه بندیږی  او بی کاره کیږی

راځۍ په یوځای  پرمختګ وکړو بېوزلۍ ته  د پای ټکی کېږدو او ټولو  وګړو او ځمکې ته درناوی وکړو  د دې ورځې لپاره سږنۍ نړیواله ناره ټاکل شوې  ملګرو ملتونه  اندېښنه لری  چې په افغانستان کې اتلس میلیونه وګړی  لومړنیو توکو  ته لاسرسی نلری   او یو میلیون کوچنیان پکې د کمزورۍ له امله د مرګ له ګواښ سره  مخ دي د نړیوال بانک لخوا د سږکال په اوړي کې د خپره  شوي افغانستان د نړۍ شپږم ډېر بېوزلی هېواد بلل شوی  داسې مهال  کې چې طالبانو واکمنۍ  نژدې دوه میاشتې پوره کېږي

افغانستان د اقتصادي ناورین او نغدو پیسو د ختمېدو له خطر سره مخ دی. یو شمېر نړیوال مشران غواړي چې له افغانستان سره مالي مرستې د طالبانو له طرفه  د بشري حقونو له مراعت کول شرط دی  خو د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي چې تېره اونۍ یې د افغانستان په هکله د جي – ۲۰ غونډې مشري وکړه وویل، هدف یواځی  د بشري ناورین مخنیوی  دي د جي – ۲۰ په دغه غونډه کې په ټولیز ډول د یوه میلیارد ډالرو د مرستې خبره شوې  یواځی  اروپايي ټولنه به ۳۰۰ میلیونه یورو  د بې ځایه شویو خلکو په سرپنا بشري حقونوپه ساتنه

article 27

او واکسینو په بهیر لګول کیږی  نوری ۲۵۰ میلونه یورو  په بیړنی حالات لګول کیږی  دغه ټولنې د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د مرستو رسولو چاره کې دې په رېښتينولې لاس واړوي  د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له نړیوالې ټولنې غوښتی چې  د افغانستان اقتصاد سقوط نه  وژغورې بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دې مخکې خبرداری ورکړی چې افغانان باید د طالبانو له امله د نړیوالې ټولنې له لوری په ډله ییزه توګه مجازات نشی نوموړي ویلي، اوسنی ناورین حالات لږ تر لږه پر ۱۸ میلیونو انسانانو اغېزه کړی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button