سپورټ

د تکواندو اسیايي سیالۍ؛ افغان ملي لوبډله منګولیا ته ولاړه

د تکواندو اسیايي سیالۍ د روانې اوونۍ په پنجشنبه د منګولیا په کوربتوب پیلېږي، چې افغانستان هم پکې د خپلې اته کسیزې ملي لوبډلې په ګډون برخه اخلي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله پرون دوشنبه منګولیا ته روانه شوه. په دې لوبډله کې شپږ ورزشکاران او دوه روزونکي شامل دي.

size site taekwando 0

د تکواندو اسیايي سیالۍ د روانې میاشتې تر ۲۵مې دوام کوي

ټاکل شوې ده چې د تکواندو اسیايي سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له ۲۱مې نېټې پیل او د ۲۵مې نېټې پورې دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د اسیا د بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران برخه اخلي او افغانستان هڅه کوي په دې نړیوالو سیالیو کې د پام وړ پایلې خپلې کړي.

Afghan Now 1 1

افغان ورزشکارانو ته د بریا هیلې څرګندې شوې

افغان لوبغاړو له سفر وړاندې د طالبانو د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د فني او مسلکي چارو له مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې ورزشکارانو ته د ښه ځلیدو او بریا هیلې څرګندې شوې.

Taekwondo 768x498 1

محسن رضایي د جراحي عملیاتو له امله له سفر پاتې شو

د تکواندو ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر تره‌کي ویلي، د لوبډلمشر محسن رضایي د جراحي عملیاتو له امله ونه شو کولای له لوبډلې سره سفر وکړي.

د تکواندو اسیايي سیالۍ د افغان ورزشکارانو لپاره مهم فرصت بلل کېږي، څو په نړیواله کچه خپل استعدادونه وښيي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button