د خیبر پښتونخوا نښته؛ بنو کې ۲۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا نښته کې د پاکستان د بنو ولسوالۍ په میریان سیمه کې لږ تر لږه ۲۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني پولیسو په وینا، دغه نښته د بارکزي اخوندخېل په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ شوې چې څو ساعته یې دوام کړی دی.
پولیس وایي، په وژل شویو کې ۲۵ وسلهوال، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي شامل دي، او د اوو پولیسو او درېیو ولسي کسانو په ګډون لس نور ټپیان شوي هم دي.
د خیبر پښتونخوا نښته؛ بنو کې لارې تړل شوې وې
د بنو د پولیسو یوه افسر یاسر افریدي ډان ورځپاڼې ته ویلي، وسلهوالو د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې خنډونه جوړ کړي وو، خو امنیتي ځواکونو وروسته هغه لارې بېرته پرانیستې.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې نښته کې د وسلهوالو دوه مهم قوماندانان، زمری نور او عبدالله، هم وژل شوي دي.
ځايي سرچینې د وضعیت د کړکېچ خبر ورکوي
ځايي سرچینو ویلي، د بنو په بارکزي سیمه کې لا هم د وسلهوالو حضور موجود دی او وخت ناوخت د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د خیبر پښتونخوا نښته داسې مهال شوې چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په قبایلي او سرحدي سیمو کې امنیتي پېښې او وسلهوال بریدونه زیات شوي دي.
که څه هم پاکستاني چارواکي اکثره دا ډول بریدونه د ټي ټي پي له فعالیتونو سره تړي، خو د وروستۍ نښتې په اړه تر اوسه کومې ډلې رسمي مسؤلیت نه دی منلی.



