لوبې

د راشید خان کلیزه

پرون، د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ په کچه د وتلي ستوري راشد خان د زېږېدو ورځ وه، پرون هغه ۲۴ کلن شو، چې نه یوازې افغانانو، بلکې د نړۍ د لر و بر څخه راشد خان ته مشهورو کرکټرانو او د کرکټ مینه والو د کلیزې مبارکي ورکړه

د راشید خان کلیزه .

موږ پرون د راشد خان په اړه په هنرستان کې یوه تفصیلي اوږده لیکنه خپره کړې وه، چې د هغه ژوند، لوبو، لوبډلو او همدا راز نړیوالو ریکارډونو ته پکې کتنه شوې وه. خو نن دلته د هغه د کلیزې په اړه دا معلومات درکوو، چې د افغانستان، هندوستان او پاکستان مشهورو لوبغاړو راشد خان ته د هغه د کلیزې مبارکي ورکړې ده او هغه ته یې نیکې هیلې څرګندې کړې دي.

نور یی ولوله | د ایس ای ۲۰ لیګ کله پیلیږي

نور یی ولوله | سمیع الله شینواری ولې غوصه دی ؟

د کرکټ پلیران

د سچن ټنډولکر او محمد نبي څخه نیولې، بیا ډېر شمېر لوبغاړو راشد خان ته د دغه ورځې مبارکي ورکړې ده، همدا راز زرګونو مینه والو هم راشد خان ته مبارکي ورکړې ده، خو راشد خان هم یو شمېر کسانو ته بیا ریپلای کړې ده او له هغوی څخه یې مننه کړې ده.

د دې ترڅنګ د کرکټ مشهورو وېبپاڼو هم د راشد خان د کلیزې په ورځ د هغه د لوبو او ریکارډونو اړوند معلومات له مینه والو سره شریک کړي دي او نوموړي ته یې د دغه ورځې مبارکي ورکړې ده. دلته د یو شمېر مشهورو کرکټرانو ټویټونه له تاسې سره شریکوو، چې راشد خان ته یې د ۲۴مې کلیزې مبارکي ورکړې ده

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button