کورني خبرونههنر او ادب

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د مالي ستونزو له امله راډیويي خپرونې بې کیفیته شوي دي

د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې دا مهمه او نوموتې رسنۍ د مالي ستونزو او محدوديتونو له امله د خپرونو د کمیت او کیفیت له کمښت سره مخ ده. په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د ځینو راډیوګانو مسوولان وايي، پر رسنیو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو هېواد کې د راډیويي خپرونو پر کیفیت او کمیت منفي اغېز کړی دی.

radio international day1
په افغانستان کې د سیمه ییزې راډیو ګردی مېز

د ویاندویانو لپاره بودجه نه درلودل

په کابل کې د چنار راډيو د نشراتو مدیر عصمت‌الله حليم او جوزجان کې د ارمغان راډيو مسوول رسول سرداش سلام‌وطندار ته ویلي چې د راډيوګانو د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله په راتلونکو کلونو کې د راډيوګانو د اغېزمن فعاليت هيله نه لري. دوی زیاتوي:

«اقتصادي ستونزې دي چې ان خپل تر ټولو مسلکي غړي یې له لاسه ورکړل. راډیوګانې د کارکوونکو تنخواوې نه‌شي ورکولای. دغه وضعیت پر کمیت اغېز کړی، د درېوو کسانو پر ځای یو کس کار کوي. د خپرونو شمېر کمېږي او تخنیکي وسایل کمزوري دي؛ ځکه د لوی ټرانسمېټر لپاره د برښنا برابرولو وسه نه لرو.»

نور ولولئ: د خبریالانو د نیولو دوام؛ طالبانو تازه د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی

نور ولولئ: طالبان وايې رسنۍ باید ‘د قانون په چوکاټ کې سالم فعالیت وکړي’

نور ولولئ: طالبانو کندهار کې څو سیمه ایزې رسنۍ تړلې او یو شمېر کارکوونکي یې نیولي

«سیاسي بدلون د نشراتو پر پالیسي، کاري فرصتونو او اقتصاد ناوړه اغېزې کړي؛ د اقتصادي سرچینو نه‌شتون د نظراتو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی.»

radio international day
په افغانستان کې سیمه ییزه راډیو

پر راډیويي خپرونو د طالبانو محدودیت

په ورته وخت کې د راډيوګانو يوشمېر کارکوونکي هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې پر راډيویي خپرونو محدوديت د دې لامل شوى چې د راډيو د اورېدونکو او مينه‌والو شمېر هم راکم شي.

په کابل کې د یوې راډیويي خپرونې چلوونکې معصومه وايي: «محدودیتونه او بندیزونه لامل کېږي، څو څرنګه چې باید کار وکړې، ویې نه‌شې کړای. دغه وضعیت د مالي ملاتړ د کموالي لامل شوی او راډیوګانې ډېر نشرات نه‌شي کولای، علاقه‌مندان یې په کمېدو دي.»

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د شمېرو له مخې، اوس په ټول افغانستان کې څه باندې ٢٥٠ راډيوګانې فعاليت کوي. د دې اتحادیې مرستیال فرهاد بهروز سلام‌وطندار ته ویلي: «اوس په ټول افغانستان کې ۲۷۵ راډیوګانې فعالیت کوي. په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ۱۹ نوې راډیوګانې جوړې شوي او ۲۴ نورو خپل فعالیت بېرته پیل کړی. په تېر یوه کال کې نهو راډیوګانو خپل فعالیت پريښی او اوو نورو خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.»

راډيو د افغانانو په منځ کې یوه وتلې او مهمه رسنۍ ده چې د ځينو اورېدونکو په وينا یې، د راډيويي خپرونو په اورېدو سره يې پخواني يادونه را تازه کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button