کورني خبرونه

د رسنو فعالیت محدود شوی

 افغانستان افغانستان

په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیدو سره په  هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې خورا زیاتی شوې

یو شمېر ځایي رسنیو ویلي  څنګه  چی  پکار دی  خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولای  او د طالبانو لخوا تر فشار لاندې دي خو طالبانو دا تورونه رد  کړی

وایي رسنۍ  په  ازادۍ سره خپلې دندی ترسره کولی شي او معلومات تر لاسه کولای شی  .د رسنیو پراخه فعالیت او ازادي په تېرو شلو کالو کې افغانستان کې یو مهم پرمختګ او لویه لاسته راوړنه بلل کېږي خو افغان رسنوال وایي له تېری اګست میاشتې رادیخوا  هېواد کې نږدې اویا سلنه رسنیو خپل فعالیتونه بند کړی ابرهیم پرهر د افغانستان په لویدیځ ولایت کې فراه کې د عروج په نوم د راډیو مشر دی  وايي  کله چې طالبان واکمن شوی  د رسنیو د فعالیت کی مکمل بدلون راغلی

featured 25

نوموړي‌فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل  مجبور شوی چې د  حالاتو   بدلیدو سره یواځی دیني خپرونې لري.

ښاغلی وايي  که حالات همداسې وي ښکاری چی  د راډیو دروازې د تل لپاره وتړي  ننګرهار ولایت کې یوې خبریالې ویلی چې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی او نه شي کولای  چې د خپل اوسېدو ځای چاته وښايي او د ننګرهار ولایت ټولې خبریالانې پر کور ناستې دي. د ځینی نورو سیمو  خبریالان بیا د خپل امنیت په اړه خورا  اندیښمن دی

په کابل کې یوه خبریال وویل چې پر رسنیو د طالبانو له خوا  مکمل محدودیتونه دی  او د ځینو تلویزیونونو خپرونې د طالبانو له خوا سانسور کېږي  وايي آن ځینې بهرنۍ رسني په ځینو مواردو کې نه دې پريښودل شوي چې خپل رپوټ د نشر لپاره بهر ته ولیږی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

طالبانو ویلي چې د رسنیو د فعالیت لپاره یې یو طرز العمل جوړ کړی چې له مخې باید رسني داسې څه نشر  نه کړي چې د اسلام خلاف وي ملي ارزښتونه په کې سپکاوی وشي او یا داسې څه چې طالب چارواکو نه وي تایید کړی چې طالبان  واکمن شوی  له خبریالانو سره د طالب وسله والو د زورونه هم شوی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button