کورني خبرونه

د سختې ګرمۍ څپه؛ پوهنې وزارت د ښوونځیو رخصتي ۱۰ ورځې نور هم وغځوله

د طالبانو تر واک لاندې پوهنې وزارت د سختې ګرمۍ له امله د ښوونځیو رخصتي ۱۰ ورځې نوره هم وغځوله

د هوا پېژندنې ادارې لخوا د نیمروز، فراه، کندهار، هلمند، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختې ګرمۍ را روانې څپې اټکل کړی دی، خو له نیمروز ولایت سرچینې وايي، په دې ولایت کې د سانټي ګریډ په حساب د ګرمۍ کچه ۴۸ او ۴۹ درجو ته رسېدلي ده.

له همدې امله د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سړو سیمو ولایتونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي له امله لس ورځې نور دې هم زده‌کوونکي ښوونځیو ته نه ورځي.

دا رخصتۍ د سړو سیمو لپاره دي

د طالبانو د پوهنې وزارت د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد د سړو سیمو په ولایتونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي له امله دې زده‌کوونکي ښوونځیو ته نه ورځي.

دغه وزارت ویلي، چې د رسمي او خصوصي ښوونځیو دوبنۍ رخصتي د زمري میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې غځېدلې ده.

نور ولولئ: د طالبانو پر استخباراتو د بښنې نړیوال سازمان غږ؛ احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خوشي کړئ

نور ولولئ: طالبانو سیاسي شنونکی او د پوهنتون استاد نجیب الله جامع نیولی

د دغه ډلې د پوهنې وزارت ویلي، چې د ښوونځیو درسونه به د زمري میاشتې په ۲۰مه نېټه بېرته پیل شي.

خلکو ته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

بل خوا د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه له خلکو غوښتي و، چې په سړو ځایونو کې دې پاتې شي.

دغه سازمان ویلي، چې د تودوخې درجې د لوړېدو له امله دې د لمر ضد عینکي وکاروي په منظمه توګه دې اوبه وڅښي او درانه کارونه دې نه کوي.

afghan 2024 08 01t144034.548
د سختې ګرمۍ څپه؛ پوهنې وزارت د ښوونځیو رخصتي ۱۰ ورځې نور هم وغځوله

یاد سازمان په داسې مهال دغه لارښوونې کوي، چې په دې ورستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د تودوخې درجه تر ۴۵ درجو هم اوښتې ده.

بل لور ته ساینسپوهان په نړۍ کې د ګرمۍ کچې لوړېدل اقلیمي بدلون بولي. دوی وايي، فضا ته د غازاتو خوشي کول او په نړۍ کې د زیاتو فابریکو او درنو ماشنیونو موجودیت د ګرمۍ د کچې لوړېدو اصلي لامل دی.

نړیوال کارپوهان او د اقلیم برخې څېړونکي په نړۍ کې د اقلیم ناڅاپي تغیر وارخطا کړي دي او ددوی هڅه داده چې د اقلیم ساتنې په برخه ټول هېوادونه ونډه واخلي او هوا ته د غازاتو د خوشي کېدو کچه راکمه کړي، خو له دې سره، سره بیا هم لا نه دي توانېدلي چې دغه ستونزه راکابو کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button