د شتمنۍ، بریالیتوب او عشق په زړه پورې کیسه
دغه داستان چې په نړۍ کې ډېر مشهور دی، له دې ځایه پیل شوی دی
یوه ښځه له کور ووته، د باندې پر لاره یې درې تنه سپین ږیري سړي چې ښایسته څېرې وې، ولیدل. له لیدو سره سمه پوه شوه چې دا خلک وږي دي.
هغوی ته یې وویل:
“زه تاسو نه پېژنم، ولې فکر کوم چې تاسو به وږي یاست، کور ته راځئ چې د خوړلو لپاره څه درته تیار کړم.”
سړیو ترې وپوښتل:«خاوند مو په کور کې دی؟»
ښځې ځواب ورکړ:«هغه بیرون په کوم کار پسې تللی دی.»
درې واړو وویل: «سمه ده، موږ تر هغو کور ته نه ځو چې خاوند دې راغلی نه وي.»
نور ولولئ: په لغمان کې ادبي مشاعره
نور ولولئ: په افغانستان کې ټولنيز ادبونه
نور ولولئ: “بې شرمه” د لنډو کیسو کتاب ته یوه کتنه
په دې ورځ د ښځې خاوند یو څه وختي کور ته راغی. کله چې کور ته ننوت، نو ښځې یې د یادو مېلمنو په اړه کیسه ورته وکړه او ورته ویې ویل چې دا سړي ستا راتګ ته انتظار دي او کور ته نه راننوځي.
خاوند یې ښځې ته وویل: «ورشه، ورته ووایه چې خاوند مې راغلی، دننه راځئ.»
ښځه د باندې لاړه او درې واړه مېلمنو ته یې وویل چې راځئ، خاوند مې کور کې دی.
مېلمنو وویل:«موږ ټول کور ته نه ننوزو.»
ښځې په حیرانۍ وپوښتل: «ولې؟» له سپین ږیرو یې یوه وویل: «د هغه نوم شتمني دی.» بل یې «بریالیتوب» معرفي کړ او ویې ویل چې د دریم نوم «عشق» دی. اوس ووایه چې کوم یو ستاسو کور ته ننوزي؟
ښځه بېرته کورته لاړه، خاوند ته یې دا کیسه وکړه.
خاوند یې وویل: «څومره ښه، شتمن به دعوت کړو چې کور کې مو مال او دولت ډېر شي.» خو ښځې یې مخالفت وکړ:«ولې بریالتیوب نه راغواړو؟»
په کور کې یې زوی د مور او پلار خبرې واورېدې، وړاندیز یې وکړ:
«راځئ چې عشق راغواړو تر څو مو کور له عشق او مینې ډک شي.»
پلار او مور دواړو د زوی وړاندیز قبول کړ. مور یې بیا بیرون سپین ږیرو ته ورغله او ویې پوښتل:
«په تاسو کې عشق کوم یو دی؟ هغه زموږ مېلمه دی.»
عشق له ځایه راپاڅېده، په عشق پسې شتمني او بریالتوب هم روان شول تر څو کور ته ننوزي، ښځې په حیرانۍ ترې وپوښتل:
«دغه نور ولې راځئ؟»
سپین ږیرو وویل: «که چېرې تاسو شتمني او بریالیتوب دعوت کړي وای، پاتې نور نه درتلل، خو عشق چې هر ځای وي، هلته بریالیتوب او شتمني هم وي.»