لوبې خبرونه

د شپږیزې د ۱۶ لوبو وروسته مخکښه لوبډله

د شپږیزه کرکټ لیګ په سیالیو کې تر اوسه ۱۶ لوبډلې لوبیږي

د شپږیزې کرکټ لیګ ۱۶ لوبډلې تراوسه پورې ترسره شوي دي، نن په دغه سیالیو کې د دمې ورځ ده، یعنې نن هېڅ لوبه نشته دی او له سبا نه به بیا هره ورځ د څلور لوبډلو ترمنځ دوه لوبې ترسره کېږي.

د ساتونکو لوبډله تر اوسه په هیڅ لوبه کې نه ده بایللې

د شپږیزې کرکټ لیګ کې یوازینۍ لوبډله د بُست ساتونکو لوبډله ده، چې تراوسه پورې یې په کومه لوبه کې ماتې نه ده خوړلې، څلور لوبې یې ترسره کړي دي او په څلور واړه لوبو کې یې بریا خپله کړې ده، چې د ۸ نومرو سره په جدول کې تر ټولو مخکښه او لومړۍ لوبډله ده. همدا راز د پامیر زلمي لوبډله بیا یوازینۍ لوبډله ده، چې تراوسه پورې یې کومه لوبه نه ده ګټلې. د سپین غر پړانګانو او کابل بازانو لوبډلو بیا ۳-۳ لوبې ګټلي دي، چې ۶-۶ نومرې لري او په ترتیب سره دویم او دریم راغلي دي. دواړو په یوه یوه لوبه کې ماتې خوړلې ده.

نور یی ولوله | شاهد اپریدی: ۵۰ اوریزې لوبې بېخونده شوې، باید اورونه یې راکم شي

نور یی ولوله | ګنګولي: دا ځل اسیا کپ به په عربي اماراتو کې ترسره کیږي

تر دې مهاله پورې تر ټولو زیاتې منډې د بُست ساتونکو لوبډلې لپاره حشمت الله شهیدي کړي دي، هغه په ۴ لوبو کې یې ۱۹۴ منډې ترلاسه کړې دي، چې اوسط یې ۹۷.۰۰ او سټرایک رېټ یې ۱۳۳.۷۹ دی، همدا راز هغه په درې لوبو کې پنځوسیزې وهلي دي. د کابل بازانو له خوا ابراهیم ځدراڼ ۱۶۶، د سپین غر پړانګانو له خوا نجیب الله ځدراڼ ۱۴۸ او عثمان غني ۱۴۷ منډې کړې دي.

همدا راز د بست ساتونکو لپاره لوبېدونکي لوبغاړي ضیا الرحمان اکبر بیا په ۴ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۰ ویکټې اخیستي دي، هغه په یوه لوبه کې د ۹ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي هم سوځولي دي. په نورو لوبغاړو کې د کابل بازانو قېس احمد ۹، د سپین غر پړانګانو یمین احمدزي ۷، عظمت الله عمرزي، اصف اپریدي، عبدالرحمان، ابراهیم او مسلم موسی بیا ۶-۶ ویکټې اخیستي دي.سبا به د شپږیزې کرکټ لیګ ۱۷مه لوبه د بند امیر ښامارانو او بست ساتونکو ترمنځ او ۱۸مه لوبه د هندوکش ستورو او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button