سیمه ییز خبرونه

د طالبانو او امریکا د خبرو پای؛ امریکا د طالبانو تګلارې ځپونکي بولي

د طالبانو د بهرنیو چارو ویر متقي او امریکا تر منځ دوحه کې دوه ورځینې خبرې پای ته ورسېدې

افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي په مشري پلاوي، د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره یې دوه ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي دي.

نور ولولئ: د امریکا له لوري د طالبانو په رسمیت نه پېژندل؛ متقي یې لیدو ته قطر ته سفر کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی په پلاوي کې د ماليې وزارت او د افغانستان بانک پر استازو سربېره په قطر کې د افغانستان سفارت او سياسي دفتر ځینې چارواکي هم وو.

د تخنیکې ټیمونو په کچه خبرې اترې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغو دوه ورځینو خبرو کې د ټولنیزو او بېلابېلو تخنیکي کمېټو په کچه خبرې شوې دي.

د ښاغلي بلخي په وینا ، “دواړو لوریو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لېرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرېوشوې.”

نور ولولئ: طالبان:مونږغواړواینده کې امریکا او نورو هېوادونو سره ښه اړیکې ولرو

د طالبانو پلاوي يو ځل بيا ټينګار کړی چې د باور جوړونې لپاره مهمه ده چي دبندیزونو او جایزو لستونه پورته او بانکي زيرمې خلاصې شي چې افغانان وکولای شي له بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

ښاغلي بلخي دغه راز ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د قونسلي خدمتونو رسېدل نور هغه مهم موضوعات وو چې بحث پرې وشو.

خو ښاغلي بلخي دا نه دي ویلي چې امریکايي اړخ د طالبانو له پلاوي څه غوښتنې کړې دي.

د افغانستان په اړه د ټام‌وېسټ سفر

ښاغلي ټام وېسټ سیمې ته د خپل سفر په پیل کې د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه هم غږېدلی و.

ښاغلي وېسټ د قزاقستان په استانه کې د هغو لیدنو په اړه ویلي و، افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي، او زیاته کړې یې وه دې غونډه کې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري مرستو په ګډون په ډېرو مهمو مسلو يې خبرې کړې دي.

له دې وړاندې امریکا د طالبانو تګلارې ځپونکي بللي وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button