نړۍ خبرونه

د عمران خان د نیولو په عملیاتو کې د پولیسو او خان د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی

د راپورنو له مخې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو پر مهال د پولیسو او د هغه د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی پیښ شوی

د اسوشېټیډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې پاکستاني پولیسو د تېرې ورځې راپدېخوا د عمران خان د نیولو په هدف د لاهور په زمان پارک کې د هغه کور او شاوخوا سیمه محاصره کړې ده.

ویل کیږي چې د پاکستانیو پولیسو او عمران خان د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی دويمې ورځې ته غځېدلی چې لا هم روان دی. د راپور له مخې په لاهور کې د پولیسو لخوا د عمران خان د نیولو عملیات د هغه د پلویانو له غبرګون سره مخ شوي او پولیسو ته یې لاس اچولی او پر هغوی یې د ډبرو وارونه کړي دي.

د راپور له مخې پاکستاني پولیسو د عمران خان د پلویانو د تیت پرک کولو لپاره پر هغوی اوښلوونکی ګاز پاشلی دی.

نور ولولئ: مولانا فضل الرحمن: ډېر ژر به عمران خان د اشرف غني په برخلیک اخته شي

اسوشېټیډ پرس خبري اژانس ویلي چې په دغه تاوتریخوالي کې تر دا مهاله ګڼ شمېر پاکستاني پولیس او د عمران ۳۵ پلویان ټپیان شوي دي. پاکستاني پولیسو د خان د نیولو په هدف سیمې ته اضافي ځواکونه استولي دي.

عمران خان نن د چهارشنبې په سهار له خپل کور بهر د خپلو پلویانو سره چې ټوله شپه یې د پاکستاننیو پولیسو له اوښکې بهوونکې ګاز سره مقابله کړې وه لیدلي دي. د اسوشېټیډ پرس د راپور په اساس عمران خان له خپلو پلویانو سره لیدنه کې ویلي چې چمتو دی د خپلې نیونې په اړه د مارچ پر ۱۸مه اسلام اباد ته ولاړ شي، خو وايي چې دغه غوښتنه یې د پولیسو لخوا نه ده منل شوې.

د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د خان د پلویانو او پولیسو تر منځ نښتې رامنځته شوې

په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان په نورو سترو ښارونو اسلام اباد، کراچۍ، راولپنډۍ، پېښور، کویټه او ځینو نورو ښارونو کې هم د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

په لاهور کې په دویمه ورځ هم د عمران خان د کور شاوخوا ګڼ شمېر پولیس ورټول شوي او د هغه د نېولو هڅه کوي. پولیس د ښاغلي‌ عمران خان د پلویانو خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کاروي. رپوټونه وايي چې‌ تر اوسه لږ تر لږه ۶۲ کسان ټپیان شوي چې ډېری یې پولیس دي.

څو ورځې پخوا هم د عمران خان د نیولو هڅه شوې وه

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانیو پولیسو د روانې مارچ مياشتې پر پنځمه چې د کب مياشتې له ۱۴مې سره يې سمون لاره هم د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو ناکامه هڅه کړې وه. د اسلام اباد پولیسو هغه مهال ویلي وو:”عمران خان تسلیمیدو ته لیوال ندی، د پولیسو مشر د هغه خونې ته تللی و خو عمران خان هلته نه و.”

وروسته له دې چې عمران خان پر فساد تورن شو محکمې یې د نیولو امر کړی

د عمران خان د نیولو امر وروسته له هغه صادر شو چې هغه د فبرورۍ په ۲۸ مه د فساد په قضیه کې محکمې ته حاضر نه شو. ښاغلی خان په دې تورن دی چې په خپله واکمنۍ کې ترلاسه شوي ډالۍ او د ترلاسه شویو ډالیو د پلور څخه ترلاسه شوې ګټې یې ندي رپوټ کړي.

د قانون له مخې حکومتي چارواکي باید ټولې رسمي ډالۍ اعلان کړي، خو اجازه لري چې د یو ټاکلي ارزښت څخه ټیټې ډالۍ د ځان لپاره وساتي.

خان چې تیر کال د یو لاریون په ترڅ کې په ډزو ولګید او ژوبل شو، هڅه یې کړې چې په پارلمان کې د عدم اعتماد له رایې وروسته د دې هیواد سیاست ګډوډ کړي.

هغه د اعتراضونو له لارې پر حکومت فشار راوړي چې د اکتوبر تر میاشتې پورې له وخته وړاندې ټاکنې تر سره کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button