نړیوال خبرونه

د فولبرايټ او چیوننګ سکالرشپونه افغانانو لپاره ولې بند دي؟

د امریکا د فولبرایټ سکالرشېپ د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ اکاډمیک کال لپاره ځينې افغان نوماندان وايي، دې ادارې سږ کال افغانستان ته د کمو بورسونو ورکولو له کبله ډېری کسان په وروستي‌ پړاو کې رد کړي دي. 

د فولبرایټ سکالرښپونه: 

که څه هم د فولبرایټ اړوند مسولانو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو ځینو دغو محصلانو بي بي سي ته ویلي، یو کم شمېر نوماندان په مشروط ډول منل شوي، خو ډېری هغو ته یې تېر سره په توپیر د امریکا پر ځای د اسیايي هېوادونو په امریکايي پوهنتونونو کې د زدکړو وړاندیز شوی دی. 

نور یی ولوله | د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

نور یی ولوله | د یتیمانو او معلولانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو برنامې پیلیږي

د برتانیه چیوننګ سکالرشپ 

ورته مهال د بریتانیا چیونېنګ سکالرشېپ ته ځينې نوماندان وايي، دغه بورسونه هم د افغانانو پر مخ تړل شوي دي. دوی وايي، تمه یې وه په افغانستان کې د نظام بدلون ته په کتو به سږ کال افغان محصلانو ته ځانګړی پام وشي خو په خبره یې، له پامه غورځول شوي دي. یو ځوان په افغانستان کې له دوو تر څلورو کلونو زحمت باسي چې دغه بورس تر لاسه کړي خو اوس د داسې یوه خبر اورېدل د افسوس ځای دی، زه او ملګري مې سخت خپه او ناهیلي یو

دا د امریکا فولبرایټ سکالرشېپ ته د یوه نوماند نصرت الله متین خبرې دي. ښاغلی متین وايي، د افغانستان وضعیت ته په کتو، د دې پر ځای چې سږ کال ډېرو افغان ځوانانو ته د امریکا فولبرایټ سکالرشېپ چانس ورکړل شوی وای، خو برعکس زیاتره یې وروستي پړاو کې رد کړي دي.

دی له شاوخوا ۱۵۰ هغو افغان ځوانانو یو دی چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ اکاډمیک کال لپاره د دغه بورس وروستي پړاو ته رسېدلی یا سيمي فاینلسټ و. خو دوه کاله پرله پسې انتظار او څو پړاوونو نه په بریالیتوب سره له تېرېدو وروسته د دغه بورس ادارې په ایمیل کې ورته لیکلي چې امریکا ته زدکړو ته نه شي ورتلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button