نړیوال خبرونه

د ننګرهارمدني فعالان:دننګرهار امنیت نورهم خرابیدایشي.

د ننګرهارمدني فعالان:دننګرهار امنیت نورهم خرابیدایشي.د جلال اباد ؛ڼ شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د یوې ناستې په ترڅ کې د ننګرهار پر امنیت سختې نیوکې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې ننګرهار دې وژغوري. او د دا رقم بریدونو مخنیوۍ دې وشي،

یاده ناسته د ننګرهار د ځوانانو په کوربتوب جوړه شوې وه، او د یاد بنسټ مرستیال ښاغلي خُبیب امیري او یو شمیر نورو ځوانانو خپل نظرونه تبادله کړل دغه بنسټ د ننګرهار وضعیت یې د اندیښنې وړ وباله.دوی چې خاص شعارونه هم درلودل، پر جمهور ریس غني غږ وکړ چې ننګرهار سره دې تشې ژمنې نه کوي او ټولې هغه ژمنې چې پخوا شوي عملي دې کړي.او یو داسې میکانیزم دې ننګرهار لپاره جوړ کړي چې د دغه ځاۍ خلکو لپاره د باور وړ وي ځکه دولت داسې ګمارنې کوي چې ګمارل شوي خلک ولسي بڼه نه لري،

په دغه ناسته کې ګډونوالو وویل د وروستیو پيښو عاملین دې مجازات شي او هغه چارواکي او مسوولین چې وظیفوي غفلت یې کړی دی، باید سخت مجازات کړل شي.ديي زیاته کړه چې افغانستان او په ځانګړي ډول د ننګرهار اور ته دې نور تیل نه اچوي او سیاسیون دې د خپلو ګټو پر ځاۍ د ولس ګټو ته زانونه ژمن کړي ځکه دا یو ځوریدلۍ ولس دۍ نو باید نور دې ورته یو ةوټۍ شي او سوله دې ورته راولي،

دغه ځوانانو د ننګرهار پر مشرانو او استازه هم غږو وکړ چې ننګرهار ژغورنې غږ دې پورته کړي او د خپلو ګټو لپاره دې ننګرهار بیا د اور لمبو ته نه ټيل وهي.دوي دې ننګرهار ولس ته ځانګړيې پامرنه وکړي څکه د نورو ولایاتو په پرتله ننګرهار کې ډېره نا امني ده که چرته داسې ننګرهار کې جګړه روانه وي نو دا به نه صرف ننګرهار ته بلکه ټول هېواد زیان ورسوي او افغانستان به یو ځل بیا اور په لمبو وسوزي،

د یادونې وړ ده چې د اختر په دریمه او څلورمه ورځ د ننګرهار پر محبس د یوه برید په ترڅ کې درانه زیانونه اوښتي دي او یو شمیر بندیان هم له محبس تښتیدلي دي.بازې سرچینۍ وايي چې دا برید داعش ډلې یو عړي کړۍ دۍ چې خپله ډېر وخت راهیسې په ننګرهار کې پروت وو،د دې نه وړاندې هم په ننګرهار زیات شمېر بریدونه شوي دي

د ننګرهارمدني فعالان:دننګرهار امنیت نورهم خرابیدایشي.
د ننګرهارمدني فعالان:دننګرهار امنیت نورهم خرابیدایشي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې د ننګرهار د خلکو استازي په ولسې جرګه کې باید دا غږ پورته کړي چې ننګرهار کې دې دولت امنیت تامین وکړي او دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅودغه ولایت د دارقم بریدونو نه په اینده کې وژغورل شي،ځکه که موهنږ اوګورونو ننګرهار د ملا د تیر خیثیت لري او اکثره هې،اد وال په ګرمۍ کې دغه ولایت ته سفر کوي ،

 

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button