ځاییژوند او ټولنه

د هرات زلزله؛ زیانمن خلک وايي، هوا سړه ده خو سرپناه نه لرو

د هرات ولایت زلزله ځپلو ته لا هم د سرپناه غم نه دی خوړل شوی او سړه هوا کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي

لا هم د طالبانو حکومت په دې نه دی توانېدلی چې زلزله‌ځپلو ته د سرپناه او نورو اړینو توکو غم وخوري. هوا ورځ تر بلې په سړېدو ده، خو له دې سره سره بیا هم د هرات زلزله‌ځپلې په ګڼو ستونزو کې دي او کېدای شي چې له زلزلې روغ پاتې ماشومان او لویان د سختو ناروغیو ښکار شي.

هرات کې یو‌شمېر زلزله‌ځپلي وايي چې تراوسه ورسره هېڅ ډول مرستې نه‌دي شوي او د سړې هوا له امله یې ماشومان ناروغان شوې دي.

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

دوی وايي چې د څښاک پاکو اوبو، برښنا، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه‌ لري او تر اوسه د سرپناه معلومات هم نه کېږي.

دوی له ستونزو سره مخامخ دي

د هرات د چهارسونک سیمې یو اوسېدونکی محمد چې ماشومان یې د سړې هوا له کبله ناروغان شوي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

نوموړي وویل: «بې‌ځایه شو، کورونه مو ویجاړ شوي، دوه اوونۍ کېږي چې دښته کې یو، ماشومان مو ناروغان دي، نه چا راته رسېدنه کړې او نه چا څه راکړي، مرسته وکړئ، ملت در په دره دی.»

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

په ورته مهال دغه ولایت کې یوه بل زلزله‌ځپلي محمدعیسی بیا وايي چې د زلزلې له وېرې له لومړۍ ورځې راهیسې له کور د باندې ژوند کوي. «ماشومان ټول کوڅه کې دي، ناروغي ډېره ده، درمل نشته، اوبه نشته، خېمې نشته، دیوالونه درز شوي او خطر موجود دی.»

د نړیوالو مرستو ژمنې

په ورته مهال تېره ورځ د ملګروملتونو  پراختیايي پروګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیا پراختیايي بانک د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستې لپاره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه‌لیک په یوه برخه کې راغلي: «موخه مو په ټولو برخو کې د زلزلې د اغېزو ارزونه ده او همداراز پر انساني رفاه یې اغېز او د بیارغونې لګښت اټکل دی چې زلزله‌ځپلیو سیمو کې د اسانتیاوو زیاتېدو په اړه د اړینو معلوماتو وړاندې کول دي.»

د روانې تلې میاشتې په ۱۵مه هرات کې د شوې زلزلې له امله شاوخوا ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ او څه باندې ۱۲زره کورنۍ ترې اغېزمنې شوې دي.

ترڅنګ یې په دې زلزله کې څه باندې ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان شوي هم دي.

داسې ویل کېږي چې که له زلزله‌ځپلو سره مرستې ونه شي، نو کېدای شي چې ماشومان او ډېر عمر لرونکي کسان ناروغان او زیانمن شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button