سیمه ییز خبرونه

د هند د خپلواکۍ ورځ؛ مودي مانیپور ایالت کې پر تاوتریخوالي خبرې کړي

د هند لومړي وزیر د هند د ۷۷ مې کلیزې په مراسمو کې د مانیپور ایالت پر امنیت ټینګار کړی

نرندرا مودي په دې هکله وویل: ”غواړم د مانیپور خلکو ته ووایم چې ټول هېواد له تاسې سره دی. ” ښاغلي مودي د سې شنبې پر ورځ د پلازمېنې ډیلي پر ‘سره کلا ‘ د هند بېرغ ورپاوه.

نوموړی په دې مناسبت یوه وینا کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده د طبیعي پېښو، اقتصاد او د هند نفوس ډېرېدو په هکله وغږېد.

نور ولولئ: د هند د دوو قومونو تر منځ شخړه؛ لومړی وزیر یې اپوزیسیون سره کرکېچ مخ کېږي

د مانیپور په هکله ښاغلي مودي وویل، تلپاتې حل یوازې د سولې له لارې موندل کېدای شي. نوموړي زیاته کړه: ”تېرې څو اونۍ کېږي چې مانیپور له تاوتریخوالي سره مخامخ دی، ګڼ شمېر خلکو ژوند بایللی او زموږ مېندې، خویندې له سپکاوي سره مخامخ شوې دي. ”

د یادونې ده چې په تېره مې میاشت کې د مانیپور ایالت اوسېدونکې ډېری قبیلې میتي او د لږکۍ کوکي توکمه کسانو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته تر اوسه په دې ایالت کې د امنیت وضعیت ښه نه دی.

د مانیپور ایالت تاوتریخوالي کې زیانونه

په دې تاوتریخوالي کې ۱۴۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور بیا د همدې تاوتریخوالي له کبله اړ شوي چې کور، کلی پرېږدي. په مې کې د دې ایالت دوې اوسېدونکې کوکي توکمه ښځې د میتي توکمه سړو لخوا په زور بې ستره شوې او له کالیو پرته وګرځول شوې چې له کبله یې په نړیواله کچه یوه غوغا رامنځته شوه.

پر لومړي وزیر مودي تر څو اونیو پورې له دې کبله نیوکې کېدې چې هلته د روان تاوتریخوالي په هکله پټه خوله و. پر سې شنبه بیا هغه په دې هکله وویل: مانیپور له تېرو څو اونیو راهیسې کراري ده، فدرالي او ایالتي حکومتونه په شریکه هڅه کوي، چې دا ارامي دوام وکړي.

د مودي پر وړاندې د اپوزیسیون ګوند

د ښاغلي مودي دا څرګندونې په هندي پارلمان کې د نوموړي پر ضد د اپوزېسیون له لوري د بې باورۍ یوه قرارداد له ناکامۍ وروسته کوي، چې اپوزېسیون ګوندونو په دې ایالت کې د تاوتریخوالي په هکله حکومتي دریځ غندلی و او له ښاغلي مودي یې غوښتل چې د پارلمان پر وړاندې د توکمیز تاوتریخوالي په هکله باید خپل نظر څرګند کړي.

مودي وايي، د هند اقتصاد به درېیم ځای خپل کړي

نور ولولئ: هند کې د تودوخې څپې د خلکو د مړینې لامل شوي

ښاغلي مودي دغه راز د خپلواکۍ جشن مراسمو ته وینا کې پر هغو رپوټونو هم وغږېد چې وايي، هند له یو اعشاریه څلور میلیارده نفوس سره اوس له چین هم مخکې شوی او په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button