نړۍ خبرونه

د وسلوالو بریدونو له امله په نایجریا کې سلګونه خلک مړه شوي دي

د نایجریا په شمال لوېدیځ زمفارا ایالت کې ځایي خلک وایي، هلته د ناقانونه وسلوالو ډلو په بریدونو کې لږ تر لږه دوه سوه کسان وژل شوي دي.‌ ویل کېږي چې دا بریدونه د نایجریا د پوځ د هغو هوایي بمباریو په غبرګون کې شوي چې تېره دوشنبه یې د دې وسلوالو پر مرکزونو کړي وو. دې بمباریو کې لږ تر لږ سل وسلوالو وژل شوي وو او ګڼ نور ځنګلونو کې له خپلو پټنځایونو تېښتې ته اړ شوي وو.

اوس ویل کېږي چې همدې وسلوالو سیمه کې د کلیوالو کورونو ته اور ورته کړی او د وژل شویو کسانو مړي یې سوځولي دي. یو ځایي کلیوال رویټرز خبري اژانس ته ویلي، وسلوالو هر هغه کس په ډزو واژه چې په مخه ورتللو.‌ د نایجریا په شمال لویدیځ کې پخوا هم دا ډول بریدونه شوي او حکومتي ځواکونه له کلونو راهیسې هلته له ناقانونه وسلوالو ډلو سره نښتې کوي.

دا وسلوالې ډلې جرمي پېښو کې ښکېلې بلل شوې دي او د خلکو ځناور غلا کوي، انسانان برمته کوي او خپل مخالفین وژني.ځایي رسنۍ وایي، ځنګلي سیمو کې د دې وسلوالو ډلو پر مرکزونو د حکومتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي، او له همدې کبله دا ډلې اوس د زمفارا ایالت نورو برخو ته کوچېدلې دي.

نور یی ولوله | د مري په واوره کې د مردان څلور ملګري ځوانان ووژل شول

د نایجریا ولسمشر محمدو بحاري د شنبې ماسخوتن په یوه اعلامیه کې وویل،‌ حکومت به یې د دې وسلوالو ډلو پر ضد جګړه کې له بشپړ ځواک کار اخلي.‌ نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې ژر به یې د دې ډلو له شره وژغوري او امنیت به یې تامین کړي.‌

د چارشنبې پر ورځ د نایجریا حکومت رسماً دا ناقانونه وسلوالې ډلې ‘ترهګرې’ وبللې، او امنیتي ځواکونو ته یې د دوی پر ضد عملیاتو لپاره لا ډېر اختیارات ورکړل. د نایجریا پوځ وایي، له تېر کال می میاشتې راهیسې یې سیمه کې شاوخوا پنځه نیم سوه وسلوال وژلي او سلګونه نور یې نیولي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button