ټکنالوجي

د وټساپ نوي بڼه به اېچ‌ډي انځورونه لېږدوي

د وټساپ نوي بڼه به تاسو ته دا زمینه برابره کړي چې په ښه کیفیت عکسونه به پرې لېږلی شی

میټا شرکت د وټساپ د مسېج یا پیغام بڼه داسې پرمختللي کوي چې د اپلېکشن نوي بڼه به یې اپډیټ کېږي او د مسېج برخه به یې کارونکي ته ددې اجازه ورکوي تر څو په لوړ کیفیت انځورونه د پیغام له لارې خپلو ملګرو ته ولېږي.

نور ولولئ: د وټساپ نوي فنکشنونه

د یوه راپور پر اساس، وټساپ به کارونکې ته د یوه اپشن په کېکاږلو دا اختیار ورکوي تر څو د انځور د استولو په وخت کې د هغه کیفیت وټاکي او دا نوی چوکاټ به د دوی ستونزې حل کړي. په دې نوي بڼه کې چې اوس په انډرایډ او آی‌سو کې ورباندې د اپلوډ هڅه کېږي، هغه وخت به کار کوي چې کله کارونکی د تصویر اندازه انتخاب کوي او یو آپشن به ورته راځي چې د هغې په واسطه به د ايچ ډي عکس اندازه انتخابېږي او بیا به یې لېږي.

دا له ميټا شرکت د خلکو غوښتنه وه

د وټساپ ددې نوي بڼه غوښتنه د خلکو وه چې یاد شرکت باید د کارونکو لپاره دا بڼه رامنځته کړي او د پیغام چوکاټ یې له پرمختللی کړي، ځکه په اوس وخت کې وټساپ نه شي کولی چې په لوړه کوالټۍ کې فایل ولېږي او په اصل کیفیت کې یې رسنۍ تر لاسه کړي. اوس چې وټساپ باندې کوم فایل لېږي، نو هغه په اتومات ډول کمپریس کوي او کیفیت خرابوي.

د ایچ ډي تصویر د شریکولو بڼه به څه ډول کار کوي؟

د وټساپ نوي بڼه د شریکولو په وخت کې داسې اپشن وي چې د ټولو تصویرونو په وخت کې په ښه معیار ان وي یا به یې تاسو انتخابوی او کارونکي به د ایچ ډي اپشن د عکس د لېږلو په وخت کې کېکاږي او عکس به په اصلي بڼه رسېږي.

نور ولولئ: وټساپ د فیسبوک په څېر په یوه په زړه پورې فیچر کار کوي

دې ته به نوی ټاګ هم اضافي شي. کله چې یو انځور لېږي، نو دلته به تاسو ته لنډ پیغام درکوي تر څو د عکس کیفیت خپله ومنی او بیا یې ولېږی. د راپور له مخې، د وټساپ دغه نوي اضافه کېدونکې برخه په انډرایډ او آی سو کې تر اموزینې لاندې ده او له ازموینې وروسته به راتلونکو اوونیو کې کارونکو ته په واک کې ورکړی شي. ددې کال په جنورۍ میاشت کې راپور خپور شو چې د پیغام چوکاټ نوي بڼه په انډرایډ کې کار کوي، خو وروسته بیا بل راپور وویل چې په ای سو کې یې د ازموینې کار روان دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button