ژوند

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل؛ تورخم کې ډېری کډوال را اوښتو ته انتظار دي

د اسلام اباد له لوري افغان کډوالو ته وروستی ضرب الاجل (اکتوبر ۳۱مه) پوره شوې او کډوال د افغانستان په لور رامات دي

د پاکستان حکومت پر دغه پرېکړه د غور لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له غوښتنو سره سره له نن وروسته د افغان کډوالو د په زوره ستنولو هوډ کړی.

په تورخم کې خپلواک خبریال ولي خان شینواري بي بي سي ته ویلي، نن زرګونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته د ننوتلو هڅه کوي او پر دغه کرښه تر نورو ورځو ډېر بیروبار ښکاري.

نور ولولئ: اسلام اباد د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو خبره ونه منله

هغه وايي، افغان کډوالو پر خپل لګښت د خپلو کډو د لېږدولو لپاره بار لارۍ “له لنډي کوتل څخه تر تورخمه په سړک منتظرې ولاړې دي.”

له کډوالو سره هېڅ راز مرسته نه ده شوي

دغه آزاد خبریال د خپلو سترګو په ليدلي حال کې وايي چې نه یوازې له دغو کډوالو سره کومه مرسته نه ده شوې او “دوی ته هېڅ ډول بندوبست نه دی شوی” او آن تر دوو شپو پورې دوی منتظر پاتې کېږي، بلکه له دوی اضافي پیسې هم “شوکول شوې.”

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، دوی د افغانستان غاړې ته له ډېورنډ کرښې د کډوالو له تېرېدو وروسته د ترانسپورت او نورو لومړنیو آسانتیاوو چمتووالی لري او د دې لپاره يې د کمېټو د ګومارلو اعلان هم کړی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل ته یوه ورځ پاتې، خو پاکستان باید سملاسي دافغان کډوالو د اجباري شړلو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.

نور ولولئ: پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه

ددغه سازمان مشر دیپروس موشینا ویلي، د بښنې نړیوال سازمان شدیدا د پاکستان له حکومته غواړي چې د ناثبت شویو افغان کډوالو په زور د شړلو پرېکړه سملاسي بېرته واخلي.

پاکستان نړیوال قوانین نه مراعتوي

موشینا زیاتوي، پاکسان باید نړیوال قوانین مراعات کړي، داسې چې جبري شړل پکې نه شته او د هېواد په لر و بر کې باید د افغان کډوالو له ځپلو او تنګولو لاس واخلي.

د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له پاکستان سره د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر د دې هېواد مالي ملاتړ وکړي او هغه مسؤلیت ته اوږه ورکړي چې په افغانستان کې له کړاوه تښتېدلي خلک وساتي.

امنسټي انټرنېشنل وايي، “د افغان کډوالو ژوند او حقونه یې ځکه په خطر کې دي چې د پاکستان حکومت او نړیواله ټولنه په ګډه د دوی د ساتنې مسؤلیت کې پاتې راغلي چې په ساده ټکو د اد منلو وړ عمل نه دی”.

د بشري حقونو څار سازمان نن (سه شنبه د لړم نهمه/د اکتوبر ۳۱مه) ویلي، پاکستان حکومت افغان پناه غوښتونکي ګواښي، ځوروي، نیسي او په زوره يې افغانستان ته ستنوي، په داسې حال کې چې د دوی ګڼ شمېر يې په نورو هېوادونو لکه امریکا، برېتانیا، جرمني او کاناډا کې مېشتېدو ته په تمه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button