نړیوال خبرونه

د پیسو څخه د مکروبو مخنیوۍ

د نیا کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي. نغدې پيسې هم په هغو اړتیاو کې راځي چې وګړي يې په خپل ورځني ژوند کې خورا ډېرې کاروي.‌

ریسرچ ښیې چې نغدې پیسې یا بانکي نوټونه په بېلابېلو مکروبونو یا وېروسونو ککړ وي، چې د کورونا وېروس هم کیدای شي؛ د نغدو پیسو او نوټونو عمر له څلور تر ۱۵ کلونو پورې دی او په دې موده کې دوی پرېمانه مکروبونه په ځان پورې ور ټولولی شي. د کاغذي پیسو کارېدنه له نورو توکو ځکه ډیر خطرناک دی چې په ځینو کلتورونو یا سیمو کې خلک د پیسو شمیرلو لپاره د خولی پر لاړو ګوته لمدوي‌ او هماغه ککړه ګوته بېرته پر خپله ژبه را تېروي.‌

د صحت نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې باید په لاس کې د پیسو نیولو وروسته خپل لاسونه زر په صابون یا نورو داسی مایع ومینځو چې په پیسو شته مکروبونه وژلی شي. پر لاسونو د کورونا یا نور تنفسي وېروسونه یوازې هغه مهال د ناروغۍ لامل کېږي کله چې له لاسونو خولې ته، پوزې ته او یا سترګو ته او بیا له همدې لارې زموږ تنفسي‌ سیستم ته داخل شي.‌

د ککړو بانکي‌ نوټونو د پاکولو او له دوی د احتمالي ‌ګواښ کمولو لپاره د چین مرکزي بانک د نورو بانکونو او مرکزي دولت سره په مشوره په فبروۍ میاشت کې درې اساسي لارې وړاندې کړي.‌ دوی غوښتل چې په بازار یا دوران کې شته نغدې پیسې او هغه کاغذونه چې د مالي راکړو- ورکړو لپاره کارېږي، له هر ډول مېکروبونو یا وېروسونو پاک شي.‌

یوازې د نوټونو وینځلو موضوع مطرح نه ده، بلکې دا هم مهمه ده چې په دې مېکروبو خپل ککړ شوي‌ لاسونه څرنګه پاک کړو.

د نغدو پیسو له کارولو وروسته باید خپل لاسونه د شل ثانیو لپاره په صابون یا بله مېکروب وژونکې مایع ووینځئ.

د چین حکومت پرېکړه وکړه چې ټول بانکي نوټونه باید په منظم ډول ۱۵ دقیقې اوزون او یو ساعت الټراوایلیټ وړانګو څخه تیر شي. یادې وړانګې د دې توان لري چې پیسې له ګڼو ویروسونو او مېکروبونه څخه پاکې کړي.

 چین حکومت همدا راز نغدي پیسې له ۷ ورځو تر ۱۴ ورځو پورې د ۳۰ درجو نه په زیاته تودوخه کې ساتي او له هغې وروسته یې بیا بازار ته عرضه کوي چې خلک ترې کار واخلي.‌

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button