ټکنالوجيسات تيري

د ځمکې ٪۹۹ سره زر د هغې په هسته کې دي

څېړنو ښودلي چې د ځمکې ۹۹ سلنه سره زر د هغې په هسته کې دي

که څه هم د ځمکې هسته کې زیاته اوسپنه او نیکل دي، خو د زلزلو پر مهال دا له دې ځایه بې ځایه کېږي او د ډېرې تودخې په واسطه له ځمکې سرته نږدي سیمو کې ځای پر ځای کېږي. خو پر دې سربېره بیا هم دومره اسانه نه ده، ځکه د دوی ډېره برخه د ځمکې په هسته کې پاتې کېږي او که داسې نه وای، نو اوسنی ارزښت به یې نه درلود.

نور ولولئ: د انرژۍ په تولید کې د ګرمو ډبرو، د ځمکې تودوخې او نیکل رول

بیا هم تکراروو چې که د مځکې پر مخ یا بهرني قشر کې د سرو زرو اونورو قیمتي فلزونو اندازه هومره وای چې تر مځکې لاندې، د مځکې په هسته کې دي، پر دغو فلزونو به مو هیڅکله د قیمتي فلز نوم نه و ایښی.

تاسو د سرو زرو پر کان ناست یاست

تاسو همدا اوس د سرو زرو پر یوه کان ناست یا ولاړ یاست، خو دا کان د ځمکې په هغه برخه کې دی چې ورسېدل ورته ډېر سخت دي او په اسانۍ نه شي تر لاسه کېدلی.

د څېړنو پر اساس، د مځکې په هسته کې دومره سره زر شته چې ټوله کُره نیم متر ډبله پرې پوښلی شو.

ښايي دا پوښتنه درته پیدا شي چې نو بیا ولې سره زر دومره ګرانه او په عین حال کې کم دي؟ ځواب یې دا دی چې دا ټول سره زر د مځکې په لاندینیو قشرونو یا هسته کې دي چې څوک ځان نه شي وررسولی.

د ځمکې په هسته کې د دومره سرو زرو معلومول

انسان د زلزلې د ټکنانونو له څپو د تېرېدو له لارې پوهیږي چې د مځکې د هستې لویه برخه له وسپنې او نیکل څخه جوړه ده. خو له دې سره نور شیان هم ګډ دي.

نور ولولئ: اقلیمي بدلون: له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو په اړه نویو نظریاتو هیلې راپارولې دي

همداراز په هسته کې ډېره اندازه قیمتي فلزونه شته او په ۲۰۰۶ کې یو شمېر ساینسيوهانو د هغو د غلطت د اټکلولو لاره ومونده.

پروفیسر ووډ او همکارانو یې په وسپنه کې د دغو حل شویو عناصرو اندازه اټکل کړای شوه.

پروفیسر ووډ د استرالیا راډیو – تلویزیون ته وویل:«د ټولې مځکې (کُرې) د سرو زرو ۹۹ سلنه د مځکې په هسته کې ده.»

نو طبیعي ده که سره زر دومره ډیر وای ارزښت به دومره نه و چې اوس دی.

د پروفیسر ووډ څېړنې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې د سټارانډ پلانیټ (سیارې او مځکه) او نېچر (طبیعت) مجلو کې خپرې شوي دي. د ځمکې په زړه کې خورا قیمتي څیزونه شته، خو په ډېری برخو کې انسانان ناتوانه دي چې ورڅخه ګټه واخلي.

زوار

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button