سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت ګډونوال؛ “که غوښتنې مو ونه منل شي، دفترونه تړو”

د چمن پرلت ۱۰۸مه ورځ هم دوام لري، خو اسلام اباد یې لا غوښتنې نه دي منلي

د چمن پرلت ګډون کوونکو څو څو ځلې ویلي چې د بلوچستان ایالتي مشر او اسلام اباد ورسره تشې ژمنې کوي، په اصل کې د دوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.

دارنګه دوی زیاتوي چې سیاسي ګوندونه هم ورسره نه درېږي. پرلتوال وايي چې ۱۰۸ ورځې کېږي چې اعتراض یې دوام کوي، خو پر دې سربېره بیا هم د دوی غوښتنو ته اسلام اباد ځواب نه دی ویلی او ددوی کاروبارونه هم ختم شوي دي.

د غوښتنو نه منلو په صورت کې د دفترونو د تړلو ګواښ

د چمن پرلتوال وايي، که پر افغان تذکرې او پاکستاني شناخت کارډ د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي دولتي دفترونه به وتړي.

د پرلت مشر غوث الله د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل که پاکستانی دولت یې غوښتنې ونه مني د احتجاجونو په بل پړاو کې به د دولتي دفترونو مخ ته کانټینرونه ږدي او مخه به یې بندوي.

نور ولولئ: د چمن پرلت تازه ګواښ؛ په بلوچستان کې کاربندیز کوو

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزی هم وايي چې د چمن – سپین بولدک ترمینځ د لارې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکې د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

chaman perlat۱
د چمن پرلت ګډون کوونکي

پر فرضي کرښه د پاسپورټ نه منل

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه کارګران ‘لغړیان’ دي چې پر هغه پوله به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

اسلام اباد تر اوسه د تر ټولو لوی پرلت چې ښځو، ماشومانو، کونډو او عمر خوړلو کسانو په کې ګډون وکړ، غوښتنې نه دي منلې.

chaman perlat2
د چمن پرلت ګډون کوونکي او ویناوال

په پاکستان کې وروستیو ناامنیو، سیاسي اړودوړ او ځوړ اقتصاد اسلام اباد او ددې هېواد نظامي ادارې وارخطا کړي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تازه له افغان طالبانو غوښتي چې د ترهګرو پر ضد عملي اقدام وکړي او د ټي ټي پي مشران دې پاکستان ته وسپاري.

طالبانو د پاکستان وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د هر ډول وسله والې ډلې فعالیت رد کړی دی.

د چمن پرلت هم طالبانو ته له افغان کډوالو سره د پاکستاني ریاست د ناوړه چلند په اړه پیغور ورکړی و چې ولې پر دغه حالت چوپ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button