کورني خبرونه

د چمن پوله د افغانانو لپاره ده پاکستان پر مخ پرانیستل شوه

 افغانستان  افغانستان

د چمن پوله  سپین بولدک تر منځ لاره پرانیستل شوه د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ سې شنبې د چمن او   سپین بولدک لارې د پرانېستنې په تړاو  هوکړه شوې چې له امله به یې وګړی  او مال وړونکي موټری  لپاره   اسانه زمینه د تګ راتګ جوړه  شوه

دا لار له تېرې د یوې میاشتې رادیخوا  بنده وه چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیانونه  اړولی وو او لسګونه زره وګړی  ورسره بې کاره  شوي وو په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه  ټویټر پیغام کې لیکلی چی د سپین بولدک او چمن پولی  تر منځ دروازه اوس د پلي وګړو او سوداګریزو موټرو پر مخ خلاصه  ده ښاغلی  زیاتوي  چی پاکستان ته له افغانستان نه د میوو د بار لاریو هرکلی کوي نوموړی په ټویټر پیغام کې لیکلی د دواړو اړخونو  له مسوولینو غواړم د وګړو  او موټرو د بې ځنډه  تګ  راتګ لپاره خپل ټول وس او توان

 وکاروي د چمن او سپین بولدک تر منځ لار له تېرې نژدې یوې میاشتې رادیخوا  تړلې وه په چمن کې  خبریال وايي چی په کندهار او چمن کې د سوداګرۍ خونو مامورینو دې لړ کې یوه جرګه جوړه کړې وه چې طالبان او پاکستاني چارواکي هم پکې شرکت  کړی  وو او له اوږدو مذاکراتو  ‎څخه وروسته د دوی تر منځ د لارې پرانیستو په تړاو اتفاق  شوی ښاغلي خوندي ویلی  دوی معلومات ښایی چې د کندهار تذکره لرونکي افغانان او د چمن

دا هم ولولئ | افغان لوبډلې له نمیبیا څخه لوبه وګټله

 او شاوخوا سیمو اوسېدونکي پاکستاني وګړي چې پاکستاني پېژندپاڼې یاشناختي کارډ ولري کولای شي له

 پاسپورټ او ویزې پرته  تګ راتګ وکړي او همدا  رنګه  پاسپورټ او ویزه لرونکي کسان هم کولای شی د اکتوبر

وروستیو کې که څه هم طالب چارواکو او پاکستانۍ لور څخه  د لارې د پرانیستلو  لپاره غونډې وکړې خو هغه مهال یې کومې پایلې نه درلودې او دواړه اړخونو ته زرګونه وګړی  چې لوی شمېر يې ناروغان،

ښځې او ماشومان دي، بند پاتې وو  د افغانستان سوداګرو ته خورا زیان رسیدلی میلینونو روپو  د چمن پولی بندیدو له امله او زیات تعداد ناروغان هم انتظار  کاوه د تداوی لپاره پاکستان لاړ شی او هم زیات وګړی په چمن کی افغانان او بولدک کی د پاکستانیان  بند وو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button