هنر او ادب

د چین تاریخي دیوال سوري کوونکي کسان ونیول شول

د چین پولیسو هغه کسان نیولې چې د چین دیوال یې د ماشینونو په واسطه سوری کاوه

پوليسو دغه دوه کسان د شان‌شي ولايت د ماشينونو څار وسیلې له لارې نیولي دي. نیول شويو کسانو چې یوه یې ښځه او بل نارینه دی ویلي، دوی غوښتل په دېوال کې د سوري جوړولو سره یوه لنډه لار جوړ کړي، چې وکولای شي د دېوال له یوې غاړې بلې ته لاسرسی اسانه کړي.

پولیسو ویلي، نیول شویو کسانو دې لرغوني دېوال ته “نه جبرانېدونکی زیان” اړولی دی.

نور ولولئ: چین: د چت پرېوتو له امله ۱۱ نجونې د والیبال پر مهال وژل شوې

د زیانمن شوي دېوال برخه په یویو ښار کې ده چې د مېنګ لوی دېوال یوه برخه او یو خوندي تاریخي او کلتوري جوړښت بلل کېږي او د سیلانیانو د لیدو ځای دی.

د چین دیوال د یونیسګو د میراثونو په نوملړ کې

بي بي سي لیکي په ۱۹۸۷ کال کې، یونیسکو د چین لوی دیوال د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل کړ. دغه دېوال په نړۍ کې تر ټولو ستر پوځي جوړښت بلل کېږي او د مېنګ امپراتورۍ پر مهال د دښمن د يرغل د مخنيوي لپاره جوړ شوی و، چې په منظم ډول ترميمېږي.

نور ولولئ: چین څه غواړي؟ هواوې شرکت افغانستان کې د داعش د څار لپاره کمرې نسبوي

د مینګ امپراتورانو له میلاد مخکې ۲۰۰م څخه تر اوولسمې پېړۍ په چین حکومت وکړ.

د چين لوی دېوال په شلو کلونو کې د چين شي‌هوانګ او کاميکو سيساکي د واکمنۍ پر مهال بشپړ شو.

تر هغه مخکې نورو واکمنانو د دې دېوال ځینې برخې جوړې کړې وې چې موخه یې د صحرايي قبیلو د یرغل مخنیوی و.

د دغه دیوال د برجونو شمېر

چين شي هوانګ د دغه دېوال بېلابېلې برخې له يو بل سره ونښلولې او د دېوال په شمالي پولو کې يې د ۲۵ زره برجونو په جوړولو ۲۴۰۰ کيلومتره اوږده کلا جوړه کړه.

هر کال د چين ستر دېوال ته څه دپاسه لس میليونه وګړي د سیل لپاره ورځي او دا په نړۍ کې د سیلانۍ یو مشهور ځای بلل کېږي.

د بادلنګ برخې ته هر کال ډېری لیدونکي ورځي، ان تر دې چې یو ځل په یوه ورځ کې سل زره کسان لیدلو ته ورغلي وو.

د چین تاریخي دیوال ډېر حکایتونه لري او دغه حکایتونه د چین او نورو ملتونو کې خورا مشهور دي. دغه تاریخي دیوال لیدو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼه سیلانیان ورځي او هلته ددغه تاریځي ځای لیدنه کوي چې د چین دولت ته خورا ښه عواید لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button