ځاییژوند

د ژوند له هرې خوشالۍ څخه خوند واخلئ

د ژوند له هرې خوشالۍ خوند اخیستلو زده تاسو ته ارام دربخښي او تاسو به خوشاله وی

ډېری خلک ډېر ژر ماته مني او له ژوند څخه ناراضه کېږي. ځکه دوی پر ځان او خپل هوډ باور نه لري. که چېرته دوی پر ځان او خپلو وړتیاوو باور ولري او یا هم هم دوی په دې پوه شي چې د ژوند له هرې شیبې څنګه خوند واخلي نو بیا دا ستونزه هوارېږي او پر ځان باور پیدا کوي.

زه په خپل ژوند کي د خورا سختو کړاونو څخه د تېریدو په حالت کي یم، خو ماته خوړل، تسلېمدل، خپل موخي نه څارل او دهغوی نه لاسته راوړل ناممکن دي، ددې هرڅه څخه فقط زما مرګ ما درولایسي. زما پلار جان تل یوه خبره راته کوي، چي ژوند مختلف فصلونه او رنګونه لري او بریالی انسان هغه دی، چي د خپل ژوند د هر فصل څخه يي خوند واخیستی.

نور ولولئ: د خوشحاله او سالم ژوند 10 رازونه

د انسانانو بېلابېل خویونه او خوښي

زه هم ستاسو په څېر یو عادي انسان یم، هر هغه مثبته کړنه، چي خوښي راکوي ترسره کوم يي، دا کړني د هر چا لپاره مختلفي دي، ځينو ته شاید د بدني ښکلا کلب ته تګ خوښي ورکوي، ځينو ته شاید مطالعه خوښي ورکوي، ځینو ته شاید د ملګرو سره لیدنه خوښي ورکوي، ځینو ته شاید د ماشومانو سره لوبي کول خوښي ورکوي……. او ځينو ته شاید نوري کړني…

ژوند چي په هره شېبه کي د خوښی وړاندیزدرته  وکړی، صرف خوند تري واخلی او خپل نور ټول تشویشونه او دردونه مو شاته پریږدی، که چیري تاسو خپل شاوخوا ته په یو مثبت نظر وګوری، زیاته خوښي او خوشالی به وګوری، ستاسو اوښکي او دردونه تلپاته نه دي، په ژوند کي هرڅه موقتي دي، مثبت فکر وکړئ، ترڅو مثبته پایله ترلاسه کړی.

د تېر څخه يي زده کړئ، په حاضره کې واوسئ او د راتلونکي لپاره چمتو اوسئ

تاسو که چیرې په کړېدلو او سختو ورځو کي د کوم ارواپوه سره لیدنه کړي وي، نو داخبره بي خامخا درته کړي وي، چي په حال وخت کي واوسیږه، دا ډېره اړینه ده، ارواپوهان خپل هر ملاقات کوونکي ته دا مشوره ورکوي، چي په حال وخت کي واوسیږی، ځکه په حاضر وخت کي اوسېدل ستاسو سره په سختو ورځو کي د غښتلي او تکړه جوړیدو کي خورا مرسته کوي.

نور ولولئ: هغه عادتونه چې تاسو سره د اوږد ژوند کولو کې مرسته کوي

د تېر حالت څخه فقط درسونه زده کړئ او نور یي شاته پریږدئ. د سبا لپاره ژوند مه کوئ، چمتو ورته اوسئ، ولي خو تکیه مه پر کوئ، ځکه تر سبا ژوندي پاتیدل ژمنه سوي نه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button