نړیوال خبرونه

د کاناډايي سیک وژنه؛ کاناډا په کې احتمالا هند ښکېل بولي

هردیپ سینګ نیجار د سیکانو لپاره د ځانګړې هېواد د رامنځته کولو کمپاین ملاتړ کاوه

د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو ویلي په دغه هېواد کې د یوه کاناډايي‌ سیک مشر ‘هردیپ سېنګ نیجار’ په ترور کې ښايي د هند حکومت ښکېل وي.‌

ښاغلی نیجار د جون پر اتلسمه د برېتش کولمبیا (بي‌سي) کې د سیکانو د یوه معبد مخ ته په ډزو وژل شوی و.‌

نور ولولئ: د کاناډا لومړي وزیر خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ

اوس ښاغلي‌ تروډو ویلي چې د کاناډا استخباراتو داسې “معتبر” دلایل موندلي چې د هند له حکومت سره د دې وژنې تړاو ښيي.‌

په جي۲۰ هېوادونو غونډه کې د یادې موضوع شریکول

دغه موضوع د کاناډا لومړي وزیر څو ورځې وړاندې هند کې له نارندرا مودي سره هم شریکه کړي وه.

هغه زیاته کړې چې دا موضوع یې په هند کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو (جي‌۲۰) د وروستۍ سرمشریزې پر مهال له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره هم راپورته کړې ده.‌

جسټن تروډو ویلي‌ “د کاناډا پر خاوره د یو کاناډايي‌ وګړي‌ په وژلو کې د یوه بهرني دولت ښکېلتیا زموږ له حاکمیته نه منل کېدونکې سرغړونه ده.” هغه دا څرګندونې دوشنبه د سپتمبر ۱۸مه پارلمان ته په وینا کې کړې.

نور ولولئ: کاناډا تازه لسګونه نور افغان کډوال انتقال کړي

د کاناډا لومړی وزیر وايي “دا له هغو بنسټیزو اصولو سره ټکر کې عمل دی چې ازادې، پرانیستې او دېموکراتیکې ټولنې یې له مخې خپل کار پر مخ وړي.”

د کاناډا پر وړاندې د هند غبرګون

نوي ډیلي د ښاغلي تروډو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د هردیپ سېنګ نیجار په ترور کې لاس نه لري.‌

هاخوا د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې مېلاني‌جولي د لومړي وزیر تروډو له دغو څرګندونو وروسته رسنیو ته ویلي، چې دوشنبه یې د دې قضیې په تړاو یو هندی دیپلومات ‘پاوان کومار رای’ هم له خپلې خاورې شړلی دی.‌

اغلې جولي وايي دا چې د ښاغلي نیجار د وژنې په اړه څېړنې لا روانې دي،‌ نو چارواکي دمګړی له خلکو سره ډېر جزییات نشي‌ شریکولی.

څېړونکو لا مخکې د دغه ۴۵ کلن سیک مشر مړینه “هدفي پېښه” بللې.‌

ښاغلی نیجار د وانکوور د ختیځ شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ په سوري ښار کې د ‘ګورو نانک سیک ګوردوارې’ د موټرونو له ګڼې ګوڼې په ډک پارکېنګ کې په خپل موټر کې ناست و چې دوو مخ پټو وسله والو پرې ډزې وکړې.‌

دا په داسې حال کې ده چې هند د ګڼو مذهبونو او اقلیتونو ګډ ملت دی او د نړۍ په هېوادونو کې د دیموکراسي غوره ممثل هېواد بلل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button