نړیوال خبرونه

د کرونا ویروس له امله ولسمشرغني له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

ولسمشر غني پر طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې دجنګ ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو، سیمې د هېوادونو او د افغان ولس غوښتنه درناوۍ وکړي او اوربند وکړي. ښاغلي ولسمشر دا غوښتنه په هغه مفصله اعلامیه کې کړې چې دې هېواد کې د کورونا وېروس د روان وضعیت په اړه پرون ماښام خپره شوه.

ولسمشر غني په دې اعلامیه کې ویلي، حکومت به هڅه کوي چې بهرنۍ مالي مرستې د کورونا وېروس پر ضد روان کمپاین کې ولګول شي. په اعلامیه کې راغلي چې کورونا وېروس داسې یوه نړیواله وبا ده چې ان پرمختللي هېوادونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي، او تینګار شوی چې افغان حکومت دا وبا له پیله جدي ګڼلې وه.

ولسمشر غني ویلي، حکومت به له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د کورونا وېروس په تړاو د لګېدلیو محدودیتونو له کبله یې کار روزګار زیانمن شوی دی. نوموړي همدا راز پر افغانانو غږ کړی دی چې په خپل چم ګاونډ کې پر بې وزله کسانو پام وکړي او د یوه مړۍ ډوډۍ مرسته ورسره وکړي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو او ګڼو خیریه بنسټونو هم د کورونا وېروس د روان بحران له کبله په افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه کړې وه. طالبانو که څه هم ویلي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کورونا وېروس پر ضد یې اقدامات کړي، خو تر اوسه یې د سراسري اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

بله خوا د افغانستان روغتیا وزارت پرون د چارشنبې په ورځ( د اپرېل ۱۵) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۷۰ مثبتې پېښې شوې دي. د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، له ۷۰ مثبتو پېښو په کابل کې ۳۱، هرات کې ۲۲، کندهار او غزني کې درې درې، وردګ، کونړ ،ننګرهار او نیمروز کې دوه دوه پېښې، په فاریاب، روزګان او بغلان کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده..

د نوموړي په ټکو تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد. خو دا اندېښنې زیاتېږي چې ممکن په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه زیات وي چې حکومت یې له خلکو سره شریکوي.

خواله رسنیو کې داسې رپوټونه دي چې د کابل سروبي ولسوالۍ کې لسګونه کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ایمل ساپي بي بي سي ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ۳۵ تنه کورونا وېروس مړه کړي دي چې د ده په ټکو یوازې ۷ تنه له روغتیا له وزارت سره ثبت وو.

د سروبي ولسوال گوهر خان بابري بي بي سي ته وویل، د دې ولسوالۍ درې تنه په ننګرهار ولایت بستر و او د کورونا پر وېروس اخته وو چې د ده په ټکو دوه یې مړه شوي او یو یې بېرته رغېدلی دي.

نوموړی وايي، یوه میاشت کې پنځه دېرش کسان مړه شوي، خو دا تر ډېره بوډا خلک وو او نورې ناروغۍ یې لرلې لکه د زړه یا شکر ناروغۍ.

د روغتیا وزارت وايي، دې ولسوالۍ ته یې پلاوی استولی چې معلومه کړي چې هلته د کورونا وېروس او که د بل څه له امله کسان مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند ښاغلی مایار وايي، دغه پلاوي ته لارښوونه شوې چې سروبي کې په کورونا وېروس د اخته کسانو درملنې ته یوه ۲۰ بستریزه څانګه جوړه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button